1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې بيا سیلابونو سخت ځاني او مالي زيان رسولی دی

امید دیدار
۱۴۰۱ مرداد ۲۴, دوشنبه

له تېرې ورځې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر سختو اورښتونو وروسته زورور سیلابونه راغلي دي چې له امله یې تر اوسه د ۲۹ کسانو د مړینې او تر پنځوسو ډېرو زخمي کېدو او ګڼو مالي زیانونو خبر ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4FX5d
Afghanistan | Hochwasser in der Parwan Provinz
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له پاره د طالبانو ویاند محمد نسیم حقاني دویچه ویله ته وویل، تېره ورځ پروان کې د سیلابونو پر مهال شل کسان مړه، پنځوس زخمیان او یو شمېر تري تم شوي دي.

هغه دغه راز وویل په دغو سیلابونو کې لسګونه کورونه ویجاړ شوي، زرګونه زیانمن شوي او زرګونه جریبه کرهنیزې ځمکې تخریب شوي دي. محمد نسیم حقاني وویل چې په کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې هم د سیلابونو پر مهال خلکو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وویل: «د معلوماتو مطابق په پروان کې شل کسان په شهادت رسېدلي، پنځوس زخمیان دي. په ننګرهار کې د یوه کور چت د رالوېدو پر مهال څلور ماشومان شهیدان شوي او دغه راز په کاپیسا کې هم پنځه کسان په شهادت رسېدلي دي.»

نوموړي دغه راز ومنله چې په ځینو سیمو کې د عامو خلکو د تري تم کېدو رپوټونه هم ور رسېدلي؛ خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځورانځور: Saifurahman Safi/XinHua/dpa/picture alliance

پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد نسیم حقاني ننګرهار کې د څلورو ماشومانو د مړینې د خبر تاییدولو سربېره ویلي دي چې په دغه ولایت کې هم کورونه، دوکانونه، لویې او کوچنۍ لارې زیانمنې شوي دي. نوموړي زیاته کړې ده چې ټولو زیانمنو شویو سیمو ته یې بېړنۍ مرستې استولي او تر سروې بشپړولو وروسته د لا ډېرو مرستو پلان لري.

افغانستان کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او زرګونه جریبه ځمکه تخریب کړې

که څه هم طالبانو په رسمي ډول ننګرهار کې د سیلابونو پر مهال د مړو کسانو شمېر څلور یاد کړي، خو د سیمې د اوسېدونکیو د معلوماتو له مخې، دغه ولایت کې د سیلابونو له امله ۱۱ کسان مړه او نهه زخمیان شوي دي. ویل شوي دي چې دغو سیلابونو د ننګرهار مرکز جلال اباد اکمالاتي بیز، خالص فامیلي، بټي کوټ ولسوالۍ، د چپرهار ولسوالۍ تریلي سیمه او د شیخ مصري سیمه سخته ځپلې ده.

افغانستان کې سیلانونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

تر ټولو ډېر زیان مرکز جلال اباد کې اکمالاتي بیز سیمې ته رسېدلی چې د څلورو کسانو د مړینې او شبږو زخمیانو سربېره پکې پاخه سړکونه، کورونه، دوکانونه او کوچنۍ لارې نړیدلي دي. د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې په بیز اکمالاتي سیمه کې څلور کسان مړه او شپږ زخمیان شوي، په شیخ مصري کې څلور کسان مړه او یو زخمي دی او دغه راز په خالص فامیلیو کې د درېو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی؛ خو د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو دا شمېرې نه دي تایید کړي.

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼې کې د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د رئیس سیف الدین خالد له قوله ویل شوي دي چې دغه ولایت کې د سیلابونو له امله اته کسان مړه او شپږ زخمیان شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغو سیلابونو له امله اکمالاتي بیز سیمه کې شپېته کورونه تخریب شوي او د چورلکو په واسطه تر دوو سوو کسان ژغورل شوي دي.

«په افغانستان کې سیلابونو شل تنه مړه کړي»

خبرپاڼې کې ورکړل شوې شمېرې لومړنۍ یادې شوي او ویل شوي چې بشپړ جزیات به وروسته رسنیز کړي. د ننګرهار ولایت د څلورمې ناحیې بیزاکمالاتي سیمې د ګذر وکیل محمد اسماعیل سیرت دویچه ویله ته وویل، بېګاني سیلاب کې لسګونه کورونه، لارې او پلچکونه تخریب شوي دي.

نوموړی وویل: «یوسلو پنځوس کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، شاوخوا دوه زره کورونه په قسمي ډول زیانمن شوي، لویې او فرعي لارې او پلچکونه تخریب شوي دي.»

د ننګرهار ولایت د مرکز یوه اوسېدونکي فرید الله اکاخېل دویچه ویله ته وویل، په مرکز جلال اباد کې تر ټولو ډېر زیان اکمالاتي بیز سیمې لیدلی دی. تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سیلابونو ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل