1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیلابونو په هرات کې ۱۲ تنه وژلي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

په هرات ولایت کې د سیلابونو راوتلو له کبله ۱۲ تنه مړه شوي دي. د ځایي چارواکو په خبره سیلابونو نور زیانونه هم اړولي دي.

https://p.dw.com/p/3svgh
Afghanistan Überflutungen in der Nähe von Herat
انځور: DW/S. Tanha

د هرات ولایت ویاند فرهاد جیلاني، ویلي دي چې دغه سیلابونه تیره شپه د ادرسکن په ولسوالۍ کې راغلي. هغه زیاته کړې ده چې په قربانیانو کې څلور ماشومان هم شامل دي. په خبره یې تر اوسه دوه جسدونه نه دي پيژندل شوي.

د هرات ولایت له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي چې کورونو او کرهڼیزو ځمکو ته د اوښتي زیان سربیره سیلاب ۳۰۰ پسونه او مېږې او دوه غوایان هم له منځه وړي دي.

په افغانستان کې موسمي سیلابونه هر کال کورونو، زراعتي ځمکو او عامه تأسیساتو ته زیانونه اړوي. د ۲۰۲۰م کال په اګست میاشت کې هم د سیلابونو له کبله د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې تر ۱۵۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر په وینا په ۲۰۱۹م کال کې په افغانستان سیلابونو تر لسو زرو زیاتو کورونو ته زیان اړولی وو چې له کبله یې تر ۱۸۰ زره زیات کسان اغیزمن شوي وو.

sr/ms (dpa)