1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې سیلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

۱۴۰۱ مرداد ۳, دوشنبه

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې له سختو اورښتونو وروسته سیلابونه راوتلي، چې تر اوسه ترې د ۱۸ کسانو د مړه کېدو رپوټ ورکړل شوی دی. ویل شوي، دې سیلابونو کې شل کسان ټپیان شوي دي او ګڼ مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

https://p.dw.com/p/4Eb8B
Afghanistan Überflutungen 7.6.2014
انځور: STR/AFP/Getty Images

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له پاره د طالبانو چارواکيو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغو سیلابونو په لسګونو زره جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب کړې ده.

د دې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني، دویچه ویله ته وویل، دغه سیلابونه په ننګرهار، نورستان، غزني، میدان وردګ، پروان، پنجشیر، پکتیکا، لغمان، کونړ، پکتیا، لوګر کې راغلي دي.

د دوی د مالوماتو پر اساس، د مړو شویو کسانو له ډلې ۱۰ په میدان وردګ، پنځه ننګرهار او درې په نورستان کې دي.

حقاني وویل: « په تېرو درېو ورځو کې زموږ په لسو ولایتونو کې سیلابونه راوتلي، اتلس کسان مړه او زموږ شل هېوادوال ټپیان شوي دي. دې سیلابونو پراخ مالي زیانونه اړولي دي. په زرګونو جریبه زراعتي ځمکې تخریب شوي دي.»

حقاني زیاتوي چې په یادو ولایتونو کې یې سیلاب ځپلیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکیو لومړنۍ مرستې رسولي او د لا ډېرو مرستو له پاره یې پلان جوړېږي.

بل خوا د کرنې او مالدارۍ وزارت له پاره د طالبانو چارواکیو ویلي، چې وروستیو سیلابونو شاوخوا پنځوس زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې او ښايي دا شمېره نوره هم لوړه شي.

د نورستان، ننګرهار او میدان وردګو چارواکیو هم ویلي دي، چې وروستیو سیلابونو په دغو ولایتونو کې د ځاني تلفاتو سربېره په زیاته اندازه کرنیزې ځمکې، سړکونه، د خلکو کورونه او پلچکونه هم وران کړي دي.

Afghanistan Parwan-Provinz Überschwemmungen
انځور: Getty Images/AFP/A. S. Arman

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حامد محمودي دویچه ویله ته وویل، تېره ورځ یې پر کلي زورور سیلاب ورغلی و، چې د استوګنې ګڼ کورونه یې وران کړي دي.

دی وايي، په دغو سیلابونو کې عامو خلکو ډېر زیان لیدلی، چې اوس مهال ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

محمودي وویل: «تر شپېتو کورونه وران شوي دي. د ډېرو کورونو سامان سیلاب وړی دی. زراعتي ځمکې هم سیلاب لاندې کړي، فصلونه یې هم خراب کړي دي. تر اوسه هېڅ مرسته نه ده شوې. خلک ډېرو مرستو ته اړتیا لري.»

د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ هم پرونیو سیلابونو سخته ځپلې ده. د دې سیمې یو اوسېدونکي فضل ولي دویچه ویله ته په خبرو کې وویل چې د وروستیو مالوماتو پر اساس پرونیو سیلابونو په یادې ولسوالۍ کې شاوخوا څلور سوه کورونه په بشپړ ډول او قسمي زیانمن کړي، کرنیزې ځمکې، پلچکونه او د اوبو بندونه یې وړي دي.

هغه وویل: « په دې سیلابونو کې زموږ یو خپلوان هم مړ شوی. د وروستیو مالوماتو له مخې، تر څلورو سوو کورونه تخریب شوي دي.»

که څه هم افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، چې سیلاب ځپلیو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي؛ خو ولسي وګړي او زیانمن شوي خلک وايي، مرستې ورسره نه دي شوي او دا چې ډېر بېړني کومک ته اړتیا لري.

هاخوا په میدان وردګ ولایت کې هم وروستیو سیلابونو خلکو ته د ځاني زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي، کورونه، زراعتي ځمکې او د تګ راتګ لارې یې زیانمنې کړي دي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې اورښتونو او سیلابونو د ځاني زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي دي. د سیلابونو سربیره، په دې وروستیو کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې هم زلزلو ګڼ شمیر کورونه ویجاړ کړي چې پکې د چارواکو په خبره له زرو ډیر کسان هم مړه شوي دي.

امید دیدار

زموږ له آرشیف څخه: