1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نورستان والي: د کامدېش د سیلاب وړیو ۶۵ جسدونه پیدا شوي

۱۴۰۰ مرداد ۸, جمعه

د نورستان چارواکي وايي چې د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د ۱۸۰ ورکو خلکو له ډلې تر اوسه د ۶۵ تنو جسدونه موندل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3yKhw
Australien Überschwemmungen
آرشیف انځورانځور: Jill Gralow/REUTERS

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم چې المان غږ سره یې خبرې کولې وویل چې سیلاب وړیو کې مېرمنې، ماشومان او سپین ږیري شامل دي.

وړمه شپه (د جولای میاشتې ۲۸ نیټه) د ختیځ نورستان کامدېش ولسوالۍ په میردیش سیمه کې له سختو اورښتونو وروسته سیلاب د میردیش نیږدې سل کورونه له خلکو، څارویو او ټولو شتو سره وړي دي.

والي حافظ عبدالقیوم وايي، سیمې ته د سرې میاشتې مرسته کوونکې ډلې ور رسېدلي او ژر به ټول زیان او تلفات مالوم کړي.

دی وايي چې که څه هم میردیش سیمه د طالبانو په ولکې کې ده؛ خو که دغه ډله مداخله ونه کړي، حکومت ژمن دی چې سیمې ته بشري مرستې ورسوي. والي وايي، د دغو ورکو شویو خلکو ځینې جسدونه کونړ کې موندل شوي دي.

د نورستان د ولایتي شورا یو غړی ظاهر نورستانی وايي، تر اوسه د کامدېش د ورکو شویو له ډلې شاوخوا اویا جسدونه موندل شوي دي. دی وايي، تر اوسه سیمې ته هېڅ ډول مرسته نه ده رسېدلې.

د نورستان چارواکو په ټولو خلکو غږ کړی چې د کونړ سیند په اوږدو کې دې د کامدېش د سیند وړو جسدونو په پیداکولو کې همکاري وکړي.

د نورستان د ولایتي شورا مشر سعدالله پاینده زوی وايي چې د کامدېش میردیش سیلاب ځپلې سیمه د خوړ په غاړو اباد کورونه وو چې اوبو په مخه کړي دي. دی وايي، په مرکزي حکومت یې غږ کړی دی چې د کامدېش خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د نورستان ولایت اوسېدونکي د کامدېش پېښه « لوی انساني ناورین» بولي. خو په دې برخه کې د مرکزي حکومت او مرستندویه بنسټونو بې تفاوتي د اندېښنې بولي.

د دې ولایت یو اوسېدونکی عبدالخالق وايي: " د کامدېش پېښه لویه انساني فاجعه ده. حکومت، نړیواله ټولنه او ټول خیریه بنسټونه دې هلته مرستې ولېږي. زموږ د کامدېش بسته یو کلی سیلاب وړی، خو ټول بې تفاوته پاتې دي."

د کامدېش سیلاب ځپلې سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

دغې ډلې ویلي چې په سملاسي ډول یې د دغې سیمې خلکو سره د ۵ میلیونه نغدي مرستې اعلان کړی؛ خو د پولي واحد ذکر یې نه دی کړی.

ذبیح الله مجاهد ویلي، په نورستان او کونړ کې خپلو ټولو کسانو ته ېې لارښوونه کړې چې د جسدونو په پیداکولو کې همکاري وکړي.

دوی دغه راز پر مرستندویه ادارو هم د مرستې او همکارۍ غږ کړی. د نورستان کامدېش ولسوالۍ د دغه ولایت په ختیځ کې پرته ده. څو کاله مخکې د کامدېش ولسوالۍ ترڅنګ د برګیمټال افسې کلی هم واورو لاندې کړی و، چې پکې لسګونه کسان مړه شوي وو.

امید دیدار/ نورستان