1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې سیلابونو شل تنه مړه کړي»

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

پيښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو د ادارې د دولت وزارت ویلي چې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د سیلابونو له کبله ۲۰ تنه مړه او ۳۰ نور بیا ټپیان شوي دي. پر دې سربیره خلکو ته د مالي تاوان د اوښتو رپوټ هم ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4AoWr
Griechenland Insel Lesbos | Flüchtlingsunterkunft Kara Tipe, Überschwemmung
آرشیف انځورانځور: privat

د بدخشان، هرات، جوزجان، هلمند، بادغیس، تخار، فاریاب، کندهار، میدان وردک، کندز او پروان ولایتونو کې د سیلابونو او توپان له کبله د شلو کسانو د مړینې او شا او خوا ۳۰ کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی. و پيښو ته د رسیدو په چارو د طالبانو د ادارې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین ویلي: »دوه تنه لادرکه دي، په سلونو څاروی هم له منځه تللي، شا او خوا دوه سوه جریبه زراعتي ځمکه اوبو وړې او په سلونو کورونه هم ویجاړ شوي دي. دا لومړني ارقام دي چې موږ ترلاسه کړي دي.«

د دغه طالب چارواکي په وینا په سیلاب ځپلو سیمو کې اوس هم سروې او ارزونه ادامه لري او د تلفاتو د شمیر د لوړیدو احتمال هم شته.

د نوموړي په خبره د هوا پيژندنې ادارې تر پیش بینۍ وروسته دغو پيښو ته د رسیدګۍ له پاره یې چمتووالی درلود او هغه امکانات چې په لاس کې یې وو، ولایتونو ته انتقال کړي دي.

د باختر دولتي خبري آژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی، لیکلي دي چې په پروان ولایت کې د سیلابونو له کبله دوه تنه مړي شوي او په سلونو جریبه زراعتي ځمکه زیانمنه شوې.

د دغه ولایت په شینواري، سیاه ګرد او شیخ علي ولسوالیو کې سیلابونه راغلي وو.

د بغلان ځایي چارواکو هم تائید کړې ده چې د دغه ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ په مرکز کې د سیلابونو د راوتلو له کبله څلور تنه مړه شوي او ډیر مالي زیانونه اوښتي دي.

د هوا پيژندنې لپاره د طالبانو ادارې د سه شنبې په ورځ په دغه هیواد کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راتولو خبرداری ورکړی وو.

دغه ادارې په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی وو چې د سالنګونو په شمول د دغه هیواد ۲۷ ولايتونوکي د ثور/غویې  له ۱۲مې څخه تر ۱۴مې نیټې پورې به نسبتا سخت ورښتونه او سیلابونه وي.

پر دې سربیره، د افغانستان په سویل او لویدیځ کې پرتو یو شمیر ولایتونو کې د توپانونو خبرداری ورکړل شوی دی.