1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې سیلانونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

چارواکي وایې، یوازې تېره میاشت سیلابونو تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي او تر یونیم سل ډېر یې ټپیان کړي دي. سیلاب ځپلي وايي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/4EyVA
Afghanistan Sturzflut tötet Familie in Ghor
انځور: DW/Tanha

سید اکبر د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د کورنۍ دوه ماشومانو یې د سیلاب له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی. د سیلابونو دغه قرباني د ټيلفون پر کرښه دویچه ویله ته د اوښتو زیانونو کېسه وکړه: «نن دریمه ورځ ده چې پرله پسې بارانونه او سیلابونه دي، زموږ د کلي تقریباْ تر ۱۰۰۰ ډېري د لمریزې برېښنا تختې اوبو وړي او په کلي کې تر ۵۰۰ ډېرې د اوبو برمې له منځه تللي.»

د طالبانو حکومت پیښو ته د رسېده ګۍ په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني دویچه ویله ته وویل، سېلابونو د تېرې یوې میاشتې په لړ کې ۱۲۰ کسان وژلي او ۱۵۲ کسان یې ټپيان کړي.

د یوي سروي له مخي، وروستیو سیلابونو یواځې په زابل ولایت کې ۲۵ کسان مړه کړي، ۴ ټپیان او د ۵۰۰ جریبه کرهڼیزې ځمکې ترڅنګ یې د هستوګنې ۲۵۰ کورونه ویجاړ کړي.

حقاني وویل: «د دې سیلابونو له امله زموږ د هيوادوالو درې زره او ۱۶ کورونه په بشپړ یا نیمه ډول تخریب شوي، دغو سیلابونو له ځان سره مالي تلفات هم درلودل چې تراوسه ارقام دقیق شوي نه دي، ځکه تر دا تېري ورځي پورې هم د هيواد په بیلابیلو ولایتونو کې سیلابونه راوتلي وو.»

Überschwemmung Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/R. Gul

حقاني زیاته کړه چې دغو سیلابونو تر ټولو ډېر زیانونه په کندهار، زابل، غزني، لوګر، پکتیا او روزګان ولایتونو کې اړولي.

د کندهار اوسېدونکي مطیع الله دویچه ویله ته د معروف، ارغستان، او سپین بولدک ولسوالیو کې د هغو کلیو نومونه اخلي چې سیلابونو سخت ځپلي دي: »باري، اناخیلو، اسحاقزو، پیرزو په دغو کلیو کې یې ډېر سخت زیانونه رسولي او خلک اوس هم په وېره کې دي، د خلکو چې کروندې او باغونه یې وو ټول له منځه تللي.»

هاخوا د افغانستان خوست ولایت هم سیلابونو ځپلي او له دغه ولایت څخه رپوټونه وايي چې د شمل خوړ کې د سیلابونو له امله بند کسان د چورلکو په واسطه ژغورل شوي دي.

سیلاب ځپلي زیانمنو سیمو ته د بیړنیو بشري مرستو غوښتنه کوي.

د کندهار یوه اوسېدونکي علي احمد دویچه ویله ته وویل، په ځینو سیلاب ځپلو سیمو کې چې د خلکو کورونه ویجاړ شوي او اوس تر شنه آسمان لاندې شپې او ورځې تېروي: «هر څه ته هک حیران پاتې یو زموږ غوښتنه له موسساتو څخه داده چې کومک راسره وکړي، حکومت څخه هم دا غوښتنه ده چې کومک راسره وکړي، موږ خوار وزار شو.»

خو د طالبانو حکومت وایي چې سیلاب ځپلو ته یې مرستې رسولي او د حکومت مشرتابه په ځانګړې لارښوونه په سیلابونو کې د وژل شوي کورنۍ له پاره ۱۰۰ زره او د ټپي کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ په پام کې نېول شوي.

رپوټونه وايي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې د یکشنبې پرورځ ۴۰ میلیونه ډالر د افغانستان مرکزي بانک ته وسپارل شول، خو ددې مرستو د لګولو د څرنګوالي په اړه تراوسه مالومات نه دي ورکړل شوي.