1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

څېړنه: په ټوله نړۍ کې سرطان په چټکۍ د خپريدو په حال کې دی

۱۴۰۲ مهر ۳, دوشنبه

په تیرو دریو لسيزو کې سرطان په ټوله نړۍ کې د ۵۰ کلونو څخه کم عمر خلکو کې په چټکۍ سره خپریږي او د سينې سرطان تر ټولو ډير تشخيص شوی دی. د علتونو په اړه یې دلته لوستلای شئ:

https://p.dw.com/p/4Wlpr
3D illustration Krebszellen im Körper
انځور: ersin arslan/Zoonar/picture alliance

 

د» بي ام جي اونکالوجي« په نوم مجله کې د خپرې شوې د يوې څيړنې له مخې له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې له ۱۴ څخه تر ۴۹ عمر لرونکو کسانو کې  د سرطان پيښو ۸۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د ځينو کارپوهانو په اند د سرطان د خپرېدو لامل د نړۍ د نفوس ډېرېدل دي، په داسې حال کې چې يو شمېر نور کارپوهان وايي، چې له پنځوسو کلونو کم عمره کسانو کې د سرطان د ناروغۍ د تشخيص کچه لوړه شوې ده او له همدې امله یې شميرې هم پر لوړېدو دي.

خو د دې تازه څېړنې ليکوالانو ناوړه خواړه، د سګريټو څښل او د الکولو مصرف دسرطان د خطر اصلي لاملونو په توګه پیژندلي دي. څېړنه همدا راز زیاتوي چې د سرطان په څیر ناروغۍ د چټک خپریدو ټول لاملونه لاهم نامعلوم دي.

 

افريقاي میرمن کې د سينی سرطان
افريقاي میرمن کې د سينی سرطانانځور: Imago/Medicimage

دا څېړنه وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې له پنځوسو کلونو کم عمر یو میلیون کسان د سرطان له کبله مړه شوي، چې دا د ۱۹۹۹ کال په پرتله ۲۸ سلنه ډير دي.

د دې تحقيق په حواله تر ټولو وژونکيسرطانونه د سینې، سږو، کولمو او معدې دي، په داسې حال کې چې په تېرو دريو لسیزو کې تر ټولو ډېر د سينې سرطان تشخيص شوی دی. خو هغه سرطان چې په چټکۍ سره خپریږي یا وده کوي د Nasopharynx يا د پزې او ستونې ترمنځ پرتې برخې سرطان دی. دا هغه ځای دی چې د پزې شاته برخه او د ستوني پورتنۍ برخې سره یوځای کیږي.

خو په دې موده کې بيا د ځيګر سرطان د کال پر سر شاوخوا درې سلنه کم شوی.

د دې څیړنې د چمتو کولو له پاره، څیړونکو د نړۍ په ۲۰۰۴ هیوادونو کې د ۲۹ بيلا بیلو سرطانونو د کچې ارزولو ترڅنګ د ۲۰۱۹ م کال د «ناروغيو د نړيوال بار د مطالعات« له معلوماتو څخه کار هم اخيستې دې.

داڅيړنه وايې، هر څومره چې يو هېواد پرمخ تللې وي، هومره پکې په هغو خلکو کې د سرطان د تشخیص امکان ډېر وي چې لا پنځوس کلن شوي نه وي.