1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د غذاي رژیم او غټې کولمې سرطان په اړه د څيړنو پايلې

۱۴۰۱ اسفند ۲۵, پنجشنبه

د امریکا د سرطان ټولنې د یوه نوي راپور له مخې، په وروستیو کلونو کې تر ۵۵ کلنۍ کښته ځوانانو کې د غټې کولمې د سرطان پېښې زياتې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4OlAe
Mediterrane Ernährung - Oliven und Basilikum
انځور: Colourbox/E. Karandaev

د «سیټل ټایمز» په وینا، که څه هم د عمر په تېرېدو سره په غټه کولمه کې د سرطان د رامنځ ته کېدو خطر زیاتېږي، خو اوس مهال له دې سرطان څخه د مړینې تر ټولو لوړه کچه له ۵۰ کلنۍ کښته نارینه وو کې ده. دا حقیقت هغه وخت نور هم د پام وړ شو چې د «تور پړانګ» فلم امریکايي لوبغاړی او ستوری چاډویک بوسمن د ۴۳ کلونو په عمر کې د سرطان له امله مړ شو.

په ټولیزه توګه، د غټې کولمې سرطاند سرطان واکسین آزموینه به سږ کال پیل شي دریم ډیر عام سرطان دی او په متحده ایالاتو کې د سرطان مړینې دوهم ستر لامل دی.

د سرطان واکسین آزموینه به سږ کال پیل شي

د دغه سرطان څخه د ځان ساتلو له پاره دوې جلا لارې شته: لومړی مخنیوی، «د صحي رژیم او عادتونو درلودل»او دويم مخنیوی، «چاڼ شوی معاينات چې کولی شي د سرطان د پیل په لومړي سر کې په پیژندلو کې مرسته وکړي».

د سرطان د څېړنې نړیوال صندوق (WCRF) په وینا، داسې کره شواهد شته چې د سرې او پروسس شوې غوښې خوړل تر یوه حده د دغه سرطان د پراختیا خطر زیاتوي.

دا قوي شواهد دا په ګوته کوي چې د لبنیاتو خواړه، په ځانګړې توګه شیدې او پنیر او همدارنګه په نورو خوړو کې کلسیم د خطر په کمولو کې مرسته کوي. همدارنګه، ډېرو څېړنو ښودلې ده چې هغه خلک چې د لبنیاتو محصولات ډېر مصرفوي په هغوی کې د دغه سرطان احتمال لږ دی.

آیا نوی هندی واکسين به ښځي د رحم له سرطانه وساتي؟

دغه څېړنې د هغو خلکو په منځ کې د خطر کمښت موندلی چې هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ملی ګرامه کلسیم مصرفوي.

دا هم ثابته شوې چې د غلې دانې او د غذايي فایبر نورې سرچینې تاسو د غټې کولمې سرطان څخه ساتي. په ورته وخت کې، هغه خواړه چې نشايسته ونه لري او يا هغه ميوې او سبزیجاتو کم مصرف لکه بروکولي، ګلابي او پاڼې لرونکي سبزیجات ممکن د انفیکشن خطر زیات کړي.

د غټې کلمې تلويزيوني معاينات
د غټې کلمې تلويزيوني معايناتانځور: Rupert Oberhäuser/imago images

میوې او سبزیجات فایبر، انټي اکسیډنټ او فایټو کیمیکل لري چې کولی شي د سرطان د تومورونو د جوړولو مخه ونیسي.

نور شیان چې کولی شئ د کولمو او نورو سرطانونو څخه له تاسی سره د ځان په ساتلو کې مرسته وکړي، په فزیکي توګه فعاله کیدل، د سګرټ څکولو څخه ډډه کول او د الکولو په څښلو کي اعتدال  شامل دي.

يوې نوي څېړني د سرطان اصلي عوامل په ګوته کړي

د WCRF په وینا، هره ورځ له دوو څخه ډیر الکولي مشروبات څښل د کولمو سرطان خطر زیاتوي. دغه راز، د امریکا د سرطان ټولنې په وینا، ډیر وزن د کولمو سرطان او د سینې سرطان خطر زیاتوي. لکه، د مقعد، مرۍ، پانقراص او پښتورګي.

ډیر خلک باید په 45 کلنۍ کې د کولمو سرطان معاینه پیل کړي. که تاسو د کولمو التهابي ناروغي لرئ، یا د سرطاني ناروغيو څخه په تیرمهال کي مو لرلي وي، نو تاسو باید د کولونسکوپي په ګډون د منظم سکرینینګ او معاينې له پاره خپل ډاکټر ته مراجعه وکړئ.