1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د مېندوارۍ ضد هورموني درمل د سينې سرطان خطر زیاتوي

۱۴۰۲ فروردین ۲, چهارشنبه

د یوې نوې څیړنې پایلې ښيي چې د مېندوارۍ ضد ټول هورموني درمل د سينې پر سرطان د اخته کیدو خطر له ۲۰ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.

https://p.dw.com/p/4P47u
Antibabypille
انځور: Frank May/picture alliance

دغه څیړنه چې د سه شنبې (د مارچ میاشتې ۲۱ نیته) په ورځ په (PLOS) علمي مجله کې خپره شوې ده، د دې ښکارندویې کوي چې د پروژسترون تابلیتونو په ګډون د حمل اخیستلو ضد ټول هورموني درمل یو اندازه د سینې سرطان رامنځته کیدو خطر زیاتوي.

د سرطان واکسین آزموینه به سږ کال پیل شي
د دې تحقیق کلیدي موندنې څه دي؟
د دې څیړنې موندنې ښيې چې په هغو ښځو کې چې له دواړو هورموني درملو ستروژن او پروژسترون څخه یې استفاده کړې ده او هغه چې یوازې له پروژسترون څخه یې استفاده کړې ده، د سینې پر سرطان د اخته کیدو خطر یو ډول دی.
څیړونکو د سینې له سرطان سره د امیدواره کیدو ضد درملو ترمنځ د ارتباط د ارزونې په خاطر دغه تحقیق ترسره کړی دی. په دې څیړنه کې له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۷ م کاله پورې په بریتانیا کې د هغو ۱۰۰ زره ښځو چې عمرونه یي تر ۵۰ کلونو کم وو او د سینې سرطان یې درلود، ډاټا یا معلومات ارزول شوي دي.


د دې څيړنې پایلې ښيې چې د ميندوارۍ ضد خوراکي درمل یا د پروژسترون تابلیتونه، له ۲۰ تر ۳۰ سلنه د سينې پر سرطان د اخته کیدو له ریسک یا خطر سره ارتباط لري. 

زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

زمونږ له ټویټر شبکې سره یوځای شئ:

په دې څیړنه کې مشخصه شوې ده چې له ۱۶ څخه تر ۲۰ کلنو پورې ۱۰۰ زره ښځو کې چې د پنځو کلونو له پاره یې د امیدواره کیدو ضد هورموني درملو څخه استفاده کړې ده، د سینې په سرطان د اخته کیدو یوازې ۸ موارد لیدل شوي دي. 
په داسې حال کې چې له ۳۵ څخه تر ۳۹ کلنو ۱۰۰ زره ښځو کې د سینې پر سرطان د اخته کیدو ۲۶۵ موارد موجود ول.

د سرطان د درملنې په برخه کې ډېر ژر د ښه خبر تمه
د اکسفورډ پوهنتون څخه پروفیسوره ګیلیان ریویس، چې د دې تحقیق له لیکونکو څخه ده، وویل: «هغه څه چې مونږ یې په اړه خبرې کوو، په قطعي ریسک کې کوچنی زیاتوالی دی.» نوموړې زیاته کړه: «البته د سینې سرطان دغه ریسک باید د هغو ډیرو ګټو چې د ميندوارۍ ضد درملو د استفادې په هکله پرې پوهیږو ته په کتلو سره، په نظر کې ونیول شي.»
دې څیړنې داسې نتیجه ګیري کړې ده چې د امیدواره کیدو ضد د هر ډول خوراکي درملو د استفادې قطعي ریسک، په ځوانو ښځو کې نسبت زړو ښځو ته لږ دی.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص