1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

«د افغانستان په لوېديځ کي د سينې سرطان ناروغان زيات شوي»

۱۴۰۲ خرداد ۲۵, پنجشنبه

د افغانستان په لوېدیځ کې د سرطان د کنټرول پروګرام مسوولین وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د سینې په سرطان د اخته مېرمنو شمېر له ۳۰ تر ۴۰ سلنه ډېر شوی دی.

https://p.dw.com/p/4SaRn
Afghanistan Frauen Ärztinnen Hebammen Ausbildung
انځور: picture-alliance / Ton Koene

د افغانستان په لوېدیځ کې د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام مشر ډاکټر فاروق صدیقي وايي چې په تېرو درې نیمو کلونو کې په دغه مرکز کې چې څلور ولایتونه تر پوښښ لاندې دي، د سینې د سرطان څه باندې ۱۲ زره ناروغان ثبت شوي دي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «له بده مرغه، له هرو لسو ناروغانو څخه چې موږ ته راځي، ۵ یې د سینې سرطان د ناروغۍ مثبتې پيښې وي، چې ۷۵ سلنه پیښې د مړینې لامل کیږي. د شميرنو او ارزونو له مخې افغانستان د دغې ناروغۍ له امله د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې هڅې

په افغانستان کې له غټو ستونزو څخه د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي نشتوالی او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی دی. لکه څنګه چې صديقي وايي، ځينې ښځې هغه مهال دغه مرکز ته مراجعه کوي چې ناروغي لوړې کچې ته رسیدلي وي او په دې پړاو کې د درملنې امکانات ډېر محدود دي.

هغه دا هم وويل: «زموږ ډېر مراجعين ښځې دي، چې له لېرې پرتو ولسواليو څخه موږ ته راځي، خو له بده مرغه هغه مهال راځي، چې د سرطان ناروغي يې پرمختللې وي او درملنه يې ستونزمنه وي او دا کار د هغوى د پوهې د نشتوالي له امله دى.»

د سرطاني حجرو بيلگه
د سرطاني حجرو بيلگهانځور: Imago/Science Photo Library

د هرات ولايت اوسېدونکې، الياس رسولي چې په دغه ناروغۍ اخته ده او په دې وروستيو کې يې جراحي عملیات کړی دی، له نورو مېرمنو څخه غواړي چې د سينې د درد په څېر د نښې نښانې په حالت کې ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړه شي.

هغې دویچه ویله ته وویل: «زه له یو نیم کال راهیسې د سینې په سرطان اخته یم. له پیل څخه چې ما د درد احساس وکړ، زه ډاکټر ته لاړم او درملنه یې وشوه. له نېکه مرغه، تومور په لویه کچه وده نه وه کړې او په هرات کې ډاکټران وتوانېدل چې تومور لرې کړي.»

د غذاي رژیم او غټې کولمې سرطان په اړه د څيړنو پايلې

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد عارف جلالي هم تاییدوي چې په دغه روغتون کې د سینې سرطان د ناروغانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوی دی.

جلالي هم د دې ناروغۍ په اړه د ښځو د نه پوهاوي او د هغې د نښو نښانو نشتوالى، روغتيايي مرکزونو ته ناوخته نه ليږل اصلي ستونزه ګڼي.

هغه وويل: «دا ناروغي ډير کله په ناروغ کې د هورموني عواملو له امله رامنځ ته کيږي. د مناسب رژیم نشتوالی او د ناروغ د سینې انفیکشن په پایله کې د درد ساحه جدي نه نیول، د تومور د خپريدو او د ناروغ حالت د خرابیدو لامل کیږي.

د افغانستان په لوېدیځ کې د سرطان ناروغۍ د کنټرول پروګرام مسوولین وايي، د ښځو په منځ کې د سینې سرطان په اړه د پوهاوي د پروژو د پلي کولو له پاره باید ملي او نړیوال بنسټونه اقدام وکړي.