1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: ټولنیز نامساوات د سرطان خطر زیاتوي

۱۴۰۲ مرداد ۲۲, یکشنبه

د سرطان پر ناروغۍ د مختلفو دلایلو له کبله انسان مبتلا یا اخته کیدلی شي، خو د یوې نوې څیړنې پایلې ښيې چې د بې وزله او نالوستو کسانو کې پر دې ناروغۍ د اخته کیدو خطر لوړ دی.

https://p.dw.com/p/4V71I
Leukämie
انځور: Steve Gschmeissner/Science Photo Library/IMAGO

د المان د سرطان څیړنې مرکز (DKFZ) پورې تعلق درلودونکې لینا جانسن په مشرۍ ټیم د «سرطان نړیوال جورنال» کې خپور کړي رپوټ کې په دې اړه ځینې حقایق بیان کړي دي.

د دغه رپوټ له مخې په المان کې د سرطان د خپریدو خطر مخ په کمیدو دی، خو د دې ښه خبر ترڅنگ دا هم معلومه شوې ده چې په ټولنیز ډول مستحکم او نسبتاً ښه اقتصاد لرونکو کسانو کې هم پر سرطان د اخته کیدو کچه کمه شوې ده.

په دې څیړنه کې تحقیق کوونکو د المان په ۸ ایالتونو کې د ۴۸ میلیونه انسانانو ډیټا یا معلومات ارزولي او د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۸ ترمنځ یې د سرطان د تشخیص کیدو پرتلنه کړې ده. د دې څیړڼې له پایلو معلومه شوې چې ټولنیز نامساوات په المان کې د سرطان په نوو پيښو کې د زیاتوالي یو مهم فکتور دی.

سرطان او ټولنیز نامساوات

څیړونکو تر ټولو دمخه په دې څیړنه کې د شامل شوو ټولو سیمو وگړي د ټولنیز او اقتصادي شاخص په اساس د نورو ترڅنگ د عاید، د اشتغال او تعلیم کچې په اعتبار په پنځو گروپونو درجه بندي کړل.

څیړونکو وموندله چې په عام ډول په ښځو او نارينه و کې سرطان او په خاص ډول په نارينه و کې د لویو کولمو او سږو د سرطان پیښې د ټولنې د بې وزله او د نامساوات ښکار شوي طبقه کې په څرگند ډول زیاتې دي.

په دې څیړنه کې دا هم معلومه شوې ده چې په ټولنه کې د نامساوات کچه هم لوړه شوې ده. په ۲۰۰۷ م کال کې په اقتصادي لحاظ وروسته پاتې سیمو کې نسبت هغو سیمو ته چې د ښه اقتصاد درلودونکي دي په نارينه و کې پر سرطان د اخته کیدو کچه ۷ سلنه لوړه وه. دغه کچه په ۲۰۱۸م کال کې ۲۳ سلنې ته لوړه شوه. همدا رنگه په ښځو کې پر سرطان د اخته کیدو کچه په ۲۰۰۷ له ۷ سلنې څخه په ۲۰۱۸م کال کې ۲۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

د څیړنکو په حواله په ټولنه کې روغتیایي اسانتیاوې او د بنسټیز جوړښت عوامل هم د سرطان پر کچې ډیر اغیز کوي. سربیره پر دې د ژوند طرز یا لایف سټایل هم په دې عواملو کې شامل دي چې په سرطان د اخته کیدو د خطر په تناسب کې مهم رول لري. په عام ډول له تمباکو څخه استفاده، لږ ورزش کول یا د شدید چاغښت په څیر عوامل، له ټولنیز او اقتصادي پلوه کمزورو ټولنو کې لیدل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح