1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین قزاقستان ته تللی؛ له اردوغان سره هم ملاقات پلان سوی

۱۴۰۳ تیر ۱۳, چهارشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کي د ګډون له پاره قزاقستان ته سفر کړی. په پام کي ده چي هغه به د ترکیې د ولسمشر اردوغان سره هم وویني.

https://p.dw.com/p/4hnfS
Russland Sotschi Türkei Erdogan Putin
د پوتین او اردوغان ترمنځ وروستۍ لیدنه کتنه د ۲۰۲۳م کال په سپتمبر مياشت کي د روسیې په سوچي کي وهانځور: Alexei Nikolsky/AP Photo/picture alliance

د کریملن د خبر له مخي، ولسمشر ولاديمير پوتين، به په آستانه کي د شانګهای د همکارۍ سازمان په دوه ورځنۍ غونډه کي ګډون وکړي او پتېيل سوې ده چي د سرمشریزي له گډون کوونکو سره به دوه اړخیزې خبري اتري هم ولري.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان، ويلي دي چي «کيدای سي» ولاديمير پوتین  په قزاقستان کي له خپل سيال، رجب طیب اردوغان سره هم وویني. د دغو دواړو ولسمشرانو ترمنځ وروستۍ لیدنه کتنه د ۲۰۲۳م کال په سپتمبر مياشت کي د روسیې په سوچي کي وه.

پر اوکراین  د روسیې د يرغل له پيل راهيسي، ترکیه هڅه کوي چي خپلي اړیکي له دواړو هیوادونو سره وساتي. پر دې سربیره انقرې په وار وار سره په دغه کړکېچ کي د منځگړي په توگه هم ځان وړاندي کړی دی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان کي ۹ هيوادونه شامل دي چي د نړۍ شاوخوا نيمايي نفوس لري. په دایمي غړو کي کوربه هیواد قزاقستان، هند، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیه، تاجيکستان، ازبکستان او له تیر کال راهیسي ایران هم راځي.

تمه کیږي چي سپینه روسیه به هم په روان کال کي د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړي. په دې هکله پریکړه تیرکال د هند له خوا په جوړه سوې مجازي غونډه کي وسوه.

د کریملن په خبره د غړو هیوادونو دولتي او حکومتي مشران به په سږنۍ غونډه کي «په دې سازمان کې د څو اړخیزو همکاریو د لا ژورولو او د دغو فعالیتونو د ښه کولو د وضعیت او امکاناتو په اړه» خبري اتري وکړي.

    GP/NZ/AG