1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

پوتين او کيم جونګ اون يو بل ته د وفادارۍ ډاډ ورکړی

۱۴۰۳ خرداد ۳۰, چهارشنبه

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، شمالي کوريا ته د خپل سفر په ترڅ کې د يوه «بنسټيز سند» اعلان کړی دی. په دې ترڅ کې دواړو هېوادونو يو بل ته د خپلې وفادارۍ ډاډ ورکړ. ناټو او امريکا دې دوستۍ اندېښمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/4hGFD
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د شمالي کوريا د واکمن کيم جونګ اون سره
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د شمالي کوريا د واکمن کيم جونګ اون سرهانځور: Yonhap/picture alliance

په هوايي ډګر کې د روغبړ پر وخت د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين، او د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون، يو بل ته لاسونه ورکړل او سره غاړه وتل. دواړه مشران چې په نړيواله کچه وار د واره د منزوي کیدو په حال کې دي، تر دې وروسته په يوه ليموزين موټر کې چې د موټر سايکل سپورو د يوه کتار له خوا بدرګه کيدل، د پلازمينې پر لور روان شول.

په پای کې دواړو مشرانو د پيونګ يانګ په کيم – ال - سونګ ميدان کې په جوړو شويو مراسمو کې ګډون وکړ. د کريملن له لوري په خپرو شويو عکسونو کې ليدل کیږي چې دغه ساحه د دواړو مشرانو په سترو انځورونو سره سينګار شوې وه. د شمالي کوریا په زرګونو وګړو چې ډېر ماشومان هم پکې شامل ول، پر پوتين او اون ګلان وپاشل.

دا په تېرو ۲۴ کلونو کې شمالي کوريا ته د پوتين لومړی رسمي سفر دی.

«اوږدمهاله اړيکې»

په پيونګ يانګ کې د ملاقات پر وخت ولسمشر پوتين، او د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې همکارۍ يو تړون لاسليک کړ. د پوتين په حواله دا تړون له دې دوو هېوادونو څخه د يوه پر وړاندې د «تيري» په صورت کې د دوه اړخیز «ملاتړ» په معنا دی.

د کريملن دې ۷۱ کلن مشر وويل چې روسیه «له شمالي کوريا سره پوځي – تخنيکي همکاري» نه ردوي. نوموړي دا تړون د مسکو او پيونګ يانګ ترمنځ د اړيکو «يوې نوې کچې» ته د لوړولو په برخه کې يو «پېل» وباله.

شمالي کوريا ته د ولاديمير پوتين سفر
شمالي کوريا ته د ولاديمير پوتين سفرانځور: Yonhap/picture alliance

نوموړي زياته کړه: «هم روسيه او هم شمالي کوريا خپلواک بهرنۍ سياست پر مخ وړي او د تهديد او زور ژبه نه مني.» پوتين په خپلو خبرو کې وويل چې دواړه هېوادونه به د بندیزونو له لارې د زندۍ کولو د اقداماتو پر ضد مقاومت وکړي، يوه آله چې لویدیځ یې په سياست، اقتصاد او نورو برخو کې د خپلې سلطې د دوام له پاره په کارولو عادت دی.»

د شمالي کوريا واکمن کیم جونګ اون، د دواړو هېوادونو ترمنځ د «دوستانه او دفاعي طبعيت» لرونکي يوه تړون څخه خبره وکړه. نوموړي وويل چې دا «پياوړی» تړون يو «رغنده» او پر راتلونکي راڅرخيدونکی تړون دی. کيم، پوتین، ته «د شمالي کوريا د ولس د بهترين» ملګري خطاب وکړ.

چين ته د پوتین سفر؛ د چین-روسيې د څو کلونو اړېکو څومره وده کړې؟

پوتین، په ټینګار سره په اوکراين کې د يرغلیزې جګړې په ترڅ کې د ملاتړ له کبله چې په روسيه کې د «ځانګړو عملیاتو» په نامه ياديږي، له پيونګ يانګ څخه مننه وکړه. 

ولاديمیر پوتين د شمالي کوريا د « Rodong Sinmun» په نوم ورځپاڼې له پاره په خپله مقاله کې ليکلي چې په مسکو کې حکومت د شمالي کوريا د «ټینګ ملاتړ» او په مهمو نړيوالو موضوعګانو کې د يووالي قدر کوي.

امريکا او ناټو اندېښنه لري

د امريکا متحده ایالاتو حکومت شمالي کوريا ته د پوتين د سفر له کبله ډېر انديښمن دی.

د امريکا د دفاع وزارت وياند رېت رايدر، په واشنګټن کې وويل: «د شمالي کوريا او روسیې ترمنځ ژوره همکاري چې د پراخيدو په حال کې ده، داسې څه دي چې هغه څوک نارامه کوي چې د کوريا په نیمه ټاپو کې د امن او ثبات دوام ته ليوال دی او د اوکراين د ولس ملاتړ ته هم چې د روسیې د تیري پر وړاندې مبارزه کوي.»

ورته څرګندونې د سپينې ماڼۍ يوې وياندې کارين جين پيرير، هم وکړې. نوموړي وويل چې د شمالي کوريا څخه [روسیې] ته استول شويو وسلو د دې زمينه برابره کړې ده چې روسيه د دې جوګه شي چې په اوکراين کې خپله وحشيانه جګړه پر مخ يوسي.

د سپينې ماڼۍ ويانده کارين جين پيرير
د سپينې ماڼۍ ويانده کارين جين پيريرانځور: Mandel Ngan/AFP

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ، هم دغه سفر ته په کتلو سره روښانه کړې، چې دی په اندوپاسيفک ساحه کې له شریکانو سره د دې پوځي ائتلاف د همکارۍ پراخول څومره مهم ګڼي.

ستولتنبيرګ، په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلېنکن، سره د يوې خبري غونډې پر وخت وويل چې شمالي کوريا ته د پوتين، سفر د شمالي کوريا او همداراز د چین او ایران په څېر استبدادي هېوادونو سره د پوتين د ژورو اړيکو ښکاروندی او همداراز تائيد کوونکی دی. 

نوموړي زياته کړه چې دغه هېوادونه په اوکراين کې د روسیې د اشغال ملاتړ کوي او هغې ته لمن هم وهي. د ستولتبیرګ په خبره دا د دې ښکارندوی هم کوي چې امنیت سيمه ایز نه، بلکې نړيوال دی.

ستولتنبيرګ، وويل چې په دې اړه هم اندېښنه موجوده ده چې روسيه دغو هېوادونو ته د راکټونو او اتومي پروګرام تکنالوژي ورکوي. هغه ټینګار وکړ چې له همدې کبله به په جولای میاشت کې په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې په اندوپاسيفک ساحه کې له شريکانو سره همکاري لا پسې قوي کړل شي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب