1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: په ځنګلونو کې اورلګیدنې مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۳ تیر ۱, جمعه

د ترکیې د سویل ختیځ کُرد میشته سیمې په ځنګلونو کې د اور لګیدنې په پایله کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او لسګونو نور ټپیان دي. په روان کال کې تر اوسه پورې د ترکیې په ځنګلونو کې د اور لګیدنې تر ۷۰ ډیرې پيښې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/4hMrR
Türkei Waldbrände Kumkoy Gallipoli
د ترکیې په سویل ختیځ کې د ځنگلونو اور لگیدنې مرگ ژوبله اړولې دهانځور: Sercan Ozkurnazli/AP Photo/picture alliance

د ترکیې د روغتیا وزیر فحرالدین کوجا، د جمعې په ورځ (د جون میاشتې ۲۰ نیټه) په ایکس یا پخواني ټویټر شبکه کې د ماردین ښار ته نږدې د څو کلو په ځنګلونو کې د اور لګیدنې خبر ورکړی دی چې په خبره یې لږ تر لږه پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره د ژغورنې اووه ټيمونه او ۳۵ امبولانسونه سیمې ته استول شوي دي. د اروپا د ځنګلونو د اورلګیدنې اطلاعاتي سیستم (EFFIS) د وروستیو شمیرو له مخې د روان میلادي کال د پيل راهیسې تر اوسه پورې په ترکیه کې د اور لګیدنې ۷۴ پيښې رامنځته شوي چې له کبله یې شا او خوا ۱۳۰۰۰ هکټاره ځنګل له منځه تللی دی.

ترکیه د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې په ځنګلونو کېاور لګیدنې له تر ټولو ناوړه پيښو سره مخامخ شو چې په له امله یې لږ تر لږه ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او د مدیترانې او آژه بحیرې په سواحلو کې یې پراخې ځنګلي سیمې سوزولې وې.

کارپوهان وایي چې په ترکیه او د نړۍ په نورو برخو کې اور لګیدنې او ټول طبیعي ناورینونه، د اقلیمي بدلونو له کبله رامنځته کیږي او په دې برخه کې باید جدي او بیړني اقدامات ترسره شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا