1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین په هکله کنفرانس کي د نظر اختلاف

۱۴۰۳ خرداد ۲۸, دوشنبه

په سویس کي د اوکراين په اړه د سولې د سرمشریزې وروستۍ اعلامیه په ښکاره ډول د روسیې له غندلو څخه ډډه کوي. خو بیا هم ټول ګډونوال نه غواړي له هغې سره خپله موافقه څرگنده کړي.

https://p.dw.com/p/4h94Q
Schweiz Gipfeltreffen zum Frieden in der Ukraine
انځور: EPA/MICHAEL BUHOLZER

د سویس د سولي د سرمشریزي له نهایي اعلامیې څخه ټول ګډون کوونکي هیوادونه ملاتړ نه کوي. د سویس د کوربه توب د یوه نوملړ له مخي، دغه سند د یکشنبې په ورځ د ۹۳ هیوادونو له جملې څخه، یوازي ۸۰ هیوادونو تصویب کړ.

په دغه اعلامیه کي لاسلیک کوونکو د دې غوښتنه کوله چي د روسیې له خوا د زپوريژيا د اشغال سوي اټومي بټۍ ساتنه وسي او د اټومي وسلو په مرسته هر تهدید باید وغندل سي. همدارنگه دغو اتیاوو هیوادونو له اوکراین څخه د غله دانو له خنډه پرته صادارتو ته خپله ژمنتیا څرگنده کړه چي په خاص ډول د بې وزلو هیوادونو له پاره د مثال په توگه افریقا کي مهم شمیرل کیږي. د دغي سرمشریزي په اعلامیه کي د جگړې د بندیانو د تبادلې او روسیې ته د تښتول سوو کوچنیانو او نورو ملکی کسانو د راستنیدو ملاتړهم سوی دی.

د آژانسونو د رپوټونو له مخي د هغو هیوادونو په ډله کي چي د دغي اعلامیې سره یې ملاتړ نه دی ښودلی،  له جی ۲۰ هیوادونو څخه د نړۍ شپږ مهم اقتصادي قدرتونه دي: لکه برازیل، مکسیکو، سعودي عربستان، جنوبي افریقا، هند او اندونیزیا. سربیره پردې ارمنستان، بحرین، تایلنډ، لیبیا، متحده عربي اماراتو، کولمبیا او واتیکان ځانونه ورڅخه وایستل.

دغه کنفرانس باید په یوه سوله ایز بهیر واوړي چي په اوږدمهاله وخت کي پکښي روسیه هم شامله سي چی دا ځل ورته بلنه نه وه ورکړل سوې. د آلمان  صدراعظم اولاف شولڅ او نورو وینا کوونکو د شنبې په ورځ د نوموړي کنفرانس په درشل کي د دې غوښتنه وکړه چي د روسیې یرغل کوونکي د غونډي میز ته راحاضر کړای سي.

هغه وويل: «دا خبره واضح ده چي پرته د روسیې له گډون څخه په اوکراین کي سوله نه سي رامنځته کیدای.» خو هغه په عین وخت کي دا خبره واضح کړه چي: «روسیه کولای سي دغه جگړه نن او یا هم د خپلي خوښي هر وخت کي پای ته ورسوي، یعنی کله چي خپل بریدونه ودروي او خپل ځواکونه له اوکراین څخه وباسي.»

Schweiz Gipfeltreffen zum Frieden in der Ukraine
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ هم په دغه سرمشریزه کی گډون کړی ووانځور: EPA/Denis Balibouse

دا لا معلومه نه ده چي دغه کنفرانس به کله له روسیې سره یو ځای جوړ کړای سي. دا چي د کنفرانس گډونوال به د هغه د جوړولو له پاره یو وخت او یا هم حداقل یو تخمیني وخت وټاکي، له امکانه لیري خبره ده. خو کوربه هیوادونه هیله مند دي چي په دې اړه بل کنفرانس لا په روان کال کي جوړ کړای سي. د سویس ولسمشري، ویولا امهیرد، وویل: «د نړیوالي ټولني په توگه موږ کولای سو د دواړو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له پاره زمینه برابره کړو.»

د حل لاري پيدا کول لا لیري بریښي

دا چي سوله ايز حل څومره واټن لري، تر سرمشریزي مخکي لا د روسیې له خوا هغه واضح سوه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د دغي هوکړي له پاره خپل شرایط، د نورو ترڅنگ له دونیسک، لوهانسک، خرسون، زاپوروژيا او د تورې بحیري د کریمیا له ټاپووزمي څخه چي څه ناڅه یو پر پنځمه برخه یې په اوکراین پوري اړه لري، داوکراین له بشپړ لاس اخیستلو سره تړلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالي کامالا هاریس، د پوتین دغه غوښتنه رد او هغه یې بې معنی وبلله. هغې وویل: «موږ باید حقیقت ووایو. هغه د خبرو اترو غوښتنه نه کوي. هغه د تسلیمۍ غوښتنه کوي.» هاریس اوکراین ته د روسیې په وړاندي دفاعي جگړه کي د دوامدار ملاتړ ژمنه وکړه او وې ویل: «امریکا د یوه خیریه کار له امله د اوکراین شاته ولاړه نه ده، بلکي زموږ د ستراتیژیکي گټو له امله ولاړه ده.» 

زیلنسکي: دیپلوماسۍ ته یو چانس ورکړی

د نوموړي سرمشریزې نوښت د سویس د حکومت او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، له خوا رامنځته سوی وو. زیلنسکي د سولې د کنفرانس تر پرانیستلو مخکی وویل: »موږ وکولای سول، ډیپلوماسي ته یو چانس ورکړو.« د سویس کوربه هیواد له میاشتو راهیسي هلي ځلي کولې، د امکان ترحده په دغه سرمشریزه کي د گډون له پاره ډېر هیوادونه وهڅوي. ۱۶۰ هیوادونو ته بلنه ورکول سوې وه، څه د پاسه ۹۰ هیوادونو موافقه وکړه او ډېر یې د خپلو حکومتي او دولتي استازو سره حاضر سول.

شولڅ د ایټالیا په جنوب کي له جي ۷ غونډي څخه مستقیماً سویس ته ولاړ. د امریکا ولسمشر جو بایدن ، بیا په لاس انجلس کې د انتخاباتي کمپاین د بسپنې راټولولو په خاطر له ملاقات څخه ډډه وکړه او د هغه مرستیالي هاریس یې استازیتوب وکړ. که څه هم هغوی روسیې ته بلنه نه وه ورکړې، خو د غونډي تنظیم کوونکو هڅه وکړه چې د امکان تر حده د روسیې سره دوست هیوادونه د خبرو اترو میز ته راوبولي.

خو نتیجه مایوسه کوونکې ده: د چین په گډون د روسیې مهمو متحدینو د گډون له پاره کاملاً د رد جواب ورکړ. د برازیل او هند ولسمشرانو که څه هم اروپا ته اوږد سفر وکړ تر څو د جمعې په ورځ په جي ۷  غونډه کي گډون وکړي، خو د سویس سرمشریزه یې چي سمدستي تر هغه وروسته جوړه سوه، له پامه وغورځوله.

برازیل یوازي د څارونکي په توگه په هغه کي حضور درلود، د هند دا بيا د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت یوه سکرتر ګډون وکړ او د جنوبي افریقا استازیتوب د ملی امنیت یوه مشاور کاوه.

اوکراین: کرنیز ډرونونه څنګه د روسي پر وړاندې جګړه کوي

GP/NZ/DW.Online