1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

اردوغان په خلیج هیوادونو کي د ډېري پانگونې په تمه دی

۱۴۰۲ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د ترکیې ولسمشر، خلیج هیوادو ته د خپل سفر په ترڅ کي له سعودي عربستان سره ځیني تړونونه لاسلیک کړل. په ترکيه کي خراب اقتصادي حالت اردوغان دغه ډول پانگه اچوونو ته مجبور کړی دی.

https://p.dw.com/p/4U2oj
Saudi-Arabien | Erdogan trifft Mohammed bin Salman
اردوغان سعودی عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کی له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتلانځور: Saudi Press Agency/REUTERS

سعودي عربستان او ترکیې د انرژۍ، مستقیمي پانگه اچوني، دفاع او رسنیو په برخو کي یو لړ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل. د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس SPA خبر ورکړی دی چي په جده کي دغه دوه اړخيزه تړونونه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان په حضور کي لاسلیک سول.  

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د ترکیې د وسلو شرکت بې پیلوټه الوتکي ورکوي

د سعودي د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان په تویتر کي څرگنده کړه چي سعودي عربستان د ترکیې د وسلو له کمپنۍ بایکار سره د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو په هکله دوه تړونونه لاسلیک کړي دي: »په دې هدف چي د شاهي سلطنت د وسله والو ځواکونو عملیاتي چمتووالی ته وده ورکړل سي او دفاعي او تولیدي وړتیا یې پیاوړې سي.« همدارنگه دواړو هیوادونود دفاعي چارو په برخه کي هم پر همکارۍ توافق وکړ.

Vertreter der Türkei und Saudi-Arabiens tauschen in Dschidda die unterschriebenen Absichtserklärungen ausBild
د دواړو هیوادو استازو لاسلیک سوي تړونونه تبادله کړلانځور: Turkish Presidency/Murat Cetinmuhurdar/AA/picture alliance

اردوغان د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ورسید. د هغه په خبره نوموړي د پانگوني له پاره » لوړی هیلي« لري. د جولای تر ۱۹ می پوري، قطر او متحده عربي امارات د هغه د خلیج د سفر نور تمځایونه دي. د انقرې په حواله د ترکیې او خلیج هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې حجم په تیرو دوو لسیزو کي له یو اشاریه ۶ میلیون ډالرو څخه ۲۲ میلیارده ډالرو ته پورته سوی دی.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

اردوغان ترسخت اقتصادي فشار لاندي دی

په ترکیه کي خلک د خوراکي موادو د لوړې بیې، دوامداره لوړ انفلاسیون، سختي بیکارۍ، کمزورې ملي پیسې (لیرې) څخه ځوریږي. ضعیف اقتصادي وضعیت او په فبرورۍ کي تر سختي زلزلې وروسته سخت تاوان ته په کتو سره، اردوغان چي په مي میاشت کي یې د دریم ځل له پاره د ولسمشرۍ دنده پرغاړه واخیسته، په دا وروستیو کي مجبور سو په ډیریو مالیاتو کي د پام وړ زیاتوالی راولي.

GP/NZ/DW.Online