1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی

۱۴۰۳ تیر ۲۷, چهارشنبه

له گواښ سره مخامخ افغانانو له پاره په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انا لینا بیربوک نه غواړي چي دغه پروگرام بند سي.

https://p.dw.com/p/4iQM4
DW Dokumentationen | Nahaufnahme Kein Ausweg - Flucht aus Afghanistan
انځور: MDR

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ په برلین کي وویل، چي په دې هکله سلامشورې کیږي چي په کومه کچه به دغه پروگرام ادامه پیدا کړي.

د هغه په خبره په دې اړه چی دغه پروگرام به ادامه پیدا کړي، د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ خبري اتري رواني دي. 

په تیرو اونیو کي دا څرگنده سوه چي د آلمان په حکومت کي د دغه پروگرام په هکله ناندرې رواني دي. د جرمني د کورنیو چارو د وزیري نانسي فیزر، ویاند د بودیجې په هکله بحثونو ته په اشارې سره نه غوښتل په دې هکله څرگندوني وکړي.

همدارنگه د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۵ کال له پاره د بودیجې په تصویب سره هم داسي بریښي چي د دغه پروگرام د راتلونکي په هکله کومه پریکړه نه ده سوې. د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چيد منلو  موجوده ژمنې به پرځای پاته وي، خو دا چي وروسته به څه کیږي، لا معلومه نه ده.

 له زرغون گوند څخه د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انا لینا بیربوک، نه غواړي چي دغه پروگرام بند کړي. د خارجي چارو یوه ویاند ویلي دي چي د جرمني له خوا د منلو پروگرام د ائتلاف په تړون کي درج دی او باید په دغه مقننه دوره کي ادامه پیدا کړي. په دې هکله هیڅ ډول «پریکړه نه ده سوې چي هغه دي مخکي له وخته بند سي.»

د جرمني د حکومت له خوا د منلو پروگرام د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کي په رسمي ډول پیل سو. نوموړی پروگرام هغو افغانانو  ته متوجه وو چي د ښځو او بشري حقونو په برخه کي د خپلو فعالیتونو او یا هم په پخوا کي د خپلو مهمو دندو له امله د طالبانو  ترتعقیب لاندي دي. همدارنگه د هغوی د کورنۍ غړي هم کولای سي د دغه پروگرام له لاري آلمان  ته راسي.

دغه پروگرام باید په میاشت کي د ۱۰۰۰ کسانو له پاره د سفر زمینه برابره کړي. خو په حقیقت کي د جون مياشتي تر نیمايي پوري په مجموعي ډول یوازي ۵۳۰ له خطر سره مخامخ افغانان  منل سوي دي.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

GP/NZ/AG