1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د افغانانو د منلو په هکله د المان پروګرام به دوام وکړي؟

۱۴۰۳ تیر ۲۳, شنبه

په المان کې د بودیجې پر سر بحثونو ته په کتو سره داسې معلومیږي چې تر اوسه پورې په دغه هیواد کې له خطر سره مخامخ افغانانو د منلو پروګرام د دوام په اړه څرګنده ژمنتیا شتون نه لري. دا پروګرام اوسمهال د اجرا په حال کې دی.

https://p.dw.com/p/4iFsc
ګڼ شمیر افغان کډوال له میاشتو راهیسې په پاکستان کې دریم ګړو هیوادونو ته د تګ په تمه شپې او ورځې سبا کوي.
په المان کې د بودیجې پر سر بحثونو ته په کتو سره داسې معلومیږي چې تر اوسه پورې په دغه هیواد کې له خطر سره مخامخ افغانانو د منلو پروګرام د دوام په اړه څرګنده ژمنتیا شتون نه لري.انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د المان د کورنیو چارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ په برلین کې وویل: «د منلو ژمنې به مراعاتیږي.» خو په ورته وخت کې یې زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت به د راتلونکې چهارشنبې ورځې پورې د «بودیجې د مسودې» په هکله خپل نظر څرګند نه کړي. کابینه غواړي چې د راتلونکي چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۵م کال له پاره د آلمان د فدرال بودیجې مسوده تصویب کړي.

خو دغه ویاند واضحه کړه: «شمیرې تر هغې ډیرې لږې دي چې مونږ یې په هکله په لومړیو کې تصور کوو.» د هغه په خبره دا په دې دلیل هم دی چې د کورنیو چارو وزارت یو وار بیا امنیتي تدابیر د پروګرام د یوې برخې په توګه سخت کړي دي.

د المان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې په اوس وخت کې، د المان د منلو پروګرام ارزونه د برنامې په اساس د ترسره کیدو په حال کې ده.

هغه ویلي دي: «مونږ په دې برخه کې دې بهیر ته ډیر په اساسي توګه ځیر یو او په راتلونکي کې به مو هم تر نظر لاندې وي.»

په ورته وخت کې د نوموړي وزارت ویاند ټینګار وکړ: «د المان د منلو پروګرام د اداراتو ترمنځ یوه برنامه ده او له همدې امله بودیجه یې یوازې د یوه وزارت له خوا نه تامینیږي.»

د ۲۰۲۴م کال د جون تر ۱۴ نیټې پورې ۵۳۰ تنه له خطر سره د مخامخ افغانانو له پاره د المان د پروګرام له لارې دغه هیواد ته رسیدلي دي. دغه پروګرام چې له یو نیم کال مخکې راهیسې پیل شوی دی، په واقعیت کې په هره میاشت کې د ۱۰۰۰ تنو له پاره په نظر کې نیول شوی وو.

دغه پروګرام د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې په رسمي ډول پيل شو. د دې پروګرام هدف هغه کسان دي چې د ښځو او بشري حقونو، یا د ټولنیز عدالت، زده کړې او سیاست په برخو کې د خپل پخواني کار له کبله د طالبانو د شکنجې او تعقیب له ګواښ سره مخامخ دي. د دغو افرادو د کورنیو غړي هم کولی شي د دې پروګرام له لارې المان ته ورشي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

په پاکستان کې د کډوالو ناخواله وضعیت