1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زاکسن داخله وزیر: د افغانانو د منلو پروګرام دې ودرول شي

۱۴۰۳ تیر ۱۷, یکشنبه

د آلمان د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزير له افغانستانه حفاظت ته اړو افرادو د منلو پروسې دې درولو غوښتنه کړې.هغه د خطرناکو مهاجرو د اخراج له پاره د طالبانو او سوریې رژيمونو سره د ديپلوماتیکې مذاکرې طرحه وړاندې کړې.

https://p.dw.com/p/4hyaH
Deutschland Dresden 2024 | Armin Schuster bei Pressekonferenz zum Verfassungsschutzbericht 2023
د زاکسن ایالت د کرونیو چارو وزیر،آرمین شوستر، انځور: Sebastian Kahnert/dpa/picture alliance

د آلمان د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزير، آرمین شوستر، چې مسیحي دموکرات له ګوند څخه دی، د مهاجرت موضوع په تړاو پر «شدیدو مهمو اقداماتو» ټینګار کړی دی. هغه د مجرم او خطرناکو مهاجرو د اخراج له پاره د طالبانو او سوريې رژيمونو سره د ديپلوماتيکې مذاکرې د پيلولو له پاره یوه پنځه مادیزه طرحه وړاندې کړې ده.

دغه آلماني سیاستوال د آلمان خبري آژانس ته وويل: «فدرالي دولت یوې جامع طرحې ته اړتیا لري تر څو وشي کړی د مهاجرت په سیاست کې د اړتیا وړ د فوري مسیر بدلون په موثره توګه پيل کړي.»

د اروپا ټاکنې؛ آسيايي مهاجر خپل راتلونکې ته انديښمن دي

شوستر چې په پر له پسې ېې توګه ېې د آلمان له سرحدونو بهر د مهاجرو دوسیې پر څېړنو ټینګار کړی، وویل چې په دې کې باید د سرحدونو لا شديد کنټرول هم شامل وي: «له هغې جملې څخه هغه افراد چې غواړي له یو دریمګړي امن هېواد څخه د پناه غوښتنې له درخواست سره آلمان ته داخليږي باید رد شي او افغانستان، سوريې او مغرب هېوادونو ته د خطرناکو افرادو د اخراج پروسه باید فورا پیل شي.»

د شوستر په پنځمه مادیزه طرحه همدا ډول غوښتنه شوې چې خارجي مجرمان او هغه خطرناک افراد چې باید آلمان ترک کړي، فورا ونیول شي، مګر دا «چې په خپله په داوطلبانه توګه هېواد [آلمان] پرېږدي.»

Afghanistan Kabul |  Abschiebeflug nach Afghanistan
د منلو دغه پروسه په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوه. خو هغه ډول چې اعلان شوې وه عملي نه شوه.انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

شوستر زیاته کړه: «هدف دا دی چې په لنډمهاله کې پناه اخیستنې ته په لاسرسي کې شدید کمښت راشي او ورسره جوخت د جنجال جوړونکو افرادو اخراج په دوامداره توګه زیات شي.»

سر بیره پر دې، د اخراج فدرالي مرکزونه باید جوړ شي، د هغو کسانو د کورنۍ بیا یوځای کول دې ترسره شي چې لنډ مهالی  محافظت لري او له افغانستان څخه د داوطلبانه منلو پروګرام باید ودرول شي.

د منلو دغه پروسه په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوه. خو هغه ډول چې اعلان شوې وه عملي نه شوه.

د زاکسن د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: «زه فکر کوم امنیتي وضعیت ته په کتو، له افغانستان او سوریې سره ډیپلوماټیکې خبرې اترې ممکنې او مناسبې دي.»

زاکسن ایالت، له اوږدې مودې راهیسې د آلمان د فدرالي حکومت  د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې د ژور بدلون غوښتونکی دی.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟