1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان مرستندويه ټولنې: افغانانو ته دې د ویزو ورکړه پېل شي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۵, جمعه

په آلمان کې يو شمیر مرستندويه ټولنې له حکومت څخه غواړي هغه افغانان چې په آلمان کې د منل کیدو ژمنه ورسره شوې، بايد را انتقال کړل شي او پر ویزو لګيدلی بندیز دې لغوه شي.

https://p.dw.com/p/4Qvxq
په پاکستان کې دريم هېواد ته د انتقالیدو په تمه میشت افغانان وخت پر وخت احتجاج هم کوي
په پاکستان کې دريم هېواد ته د انتقالیدو په تمه میشت افغانان وخت پر وخت احتجاج هم کويانځور: Faisal Nouri

دغه ټولني چې د ماشومانو د مرستې ټولنه «تېر دی هومس»، د ژغور نړيواله ټولنه (آی آر سی)، ميديکو انترنيشنل او د ښځو د مرستې ټولنه «تېر دی فيمس» پکې شاملې دي د پنجشنبې په ورځ وويل چې د آلمان حکومت باید يادو خلکو ته ژر تر ژره ویزې ورکړي.

دې ټولنو غوښتنه وکړه چې افغانان نه باید يوازې په اسلام آباد کې د سفارت له لارې د راوتلو امکانات ولري، بلکې هغوی ته دې د نورو ټولو سفارتونو له لارې هم دا امکانات برابر کړل شي.

دا هم ولولئ: «نيږدې ۱۲ زره افغانان د آلمان د ويزې په تمه دي»

زياته شوې ده چې پر دې سربیره له ټولو هغو کسانو سره چې د منل کيدو ژمنه یې ترلاسه کړې او لا دمخه په يوه ترانزيتي هيواد کې دي، تر تخلیه کيدو پورې ورسره مرسته بايد وشي.

د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په پای کې آلمان ته د افغانانو د انتقال په برخه کې د احتمالي ناوړه ګټه اخيستنې د نخښو ليدل کیدو له کبله، د آلمان حکومت د افغانانو د انتقال پروګرام د نامعلومې مودې له پاره ځنډولی.

دا هم ولولئ: په آلمان کې د افغانانو د منلو پروګرام کې د بدلون غوښتنه

له تیر دې هومس ټولنې څخه صوفيا ايکرت وويل چې د ویزو پر ورکړه بندیز د ټولو اغیزمنو له پاره د ژوند شرائط نور هم سخت کړي دي او هغوی یې له نويو خطرونو او ناڅرګندتيا سره مخامخ کړي دي.

نوموړې وويل چې د آلمان حکومت مکلف دی چې د [افغانانو] د منلو خپلې ژمنې ژر تر ژره پوره کړي: «له خطر سره مخامخ افغانان د هيلو او امنيت درلودو حق لري.»