1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان د گاونډیو هیوادونو په مرسته د افغانانو اخراج»

۱۴۰۳ خرداد ۳۰, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د خپلو معلوماتو له مخې دغه هیواد په اوس وخت کې له ډیریو هیوادونو سره په اړیکه کې دی، ترڅو افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج ممکن کړي.

https://p.dw.com/p/4hEBv
Deutschland I Bundespressekonferenz 10 Tage vor der EM in Berlin
د جرمني د کورنیو چارو وزیره ، نانسي فیزرانځور: Frederic Kern/Geisler-Fotopress/picture alliance

په آلمان کې له سوسیال ډیموکراټ گوند (SPD)  غړې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر د«Neuen Osnabrücker Zeitung» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته په خبرو کې ویلي چې «موږ په محرمانه ډول له بیلابیلو هیوادونو سره په اړیکه کې یو ترڅو داسې لارې چارې پیدا کړو چی له مخې یې افغانستان ته  د مهاجرو اخراج ممکن سي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر زیاته کړې چې هغه به په پوتسدام کې له چارشنبې تر جمعې ورځې  پورې د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې دغه خبره واضح وکړي.

فیزر یادې ورځپاڼې ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «موږ په جدي ډول پردې کارکوو چې افغانستان ته د اسلامپاله خطر پیښوونکو  او جنایتکارو کسانو اخراج بیرته عملي کړای سو. زما له پاره د آلمان امنیت په ښکاره ډول لومړیتوب لري. هدف دا دی چې هغه مجرم کسان چې د یوه جرم له کولو وروسته بیرته آزادیږي، باید په دوامداره توگه اخراج سي او موږ غواړو اسلامپاله خطر پیښوونکي په دوامداره توگه بیرته واستوو.»   

د جرمني په منهایم کې د (پکس اروپا) په نوم د اسلام منتقدې پر ډلې باندې د یوه افغان له خوا د چړې تر برید وروسته، چی له امله یې یو پولیس مړ سو، په دغه هیواد کې یو وار بیا، جگړه ځپلو او بحراني هیوادونو ته د مهاجرو د اخراج موضوع توده سوې ده. په آلمان کې افغانستان ته لا د نامعلوم امنیتي وضعیت له امله د رد شویو مهاجرو د اخراج موضوع شخړه اییزه ده دا ځکه چې آلمان په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره دپلوماتیکي اړیکې نه لري. له همدې کبله فیزرغواړي د افغانستان د گاونډیو هیوادونو په مرسته د افغان مهاجرو اخراج ممکن کړي.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

GP/KH/AG