1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

برلېن کې د پولیسو یو مامور د لسګونو زره یورو په غلا تورن شوی

۱۴۰۲ مرداد ۲۶, پنجشنبه

د برلېن څارنوالي وایي د پولیسو یو مامور تورن دی چې د يوه موټر په جعلي پلټنه کې یې یو موټر چلونکی نیولی او له هغه څخه یې په لسګونو زره يورو غلا کړې دي. د ابهاماتو شتون او ډېرو سوالونو دغه موضوع په یوه معما بدله کړې ده.

https://p.dw.com/p/4VHcc
Verkehrskontrolle
انځور: Florian Gaertner/photothek/picture alliance

د الماني رسنیو د رپوټ له مخې، د برلېن د پولیسو یو مامور تورن دی، چې د هویت اسنادو د کتلو په پلمه یې پر لویه لار یو موټر درولی او له موټر چلونکي څخه یې ۵۷ زره نغدي يورو غلا کړې دي. د څارنوالۍ او د برلېن پولیسو په وینا، دغه  ۴۸ کلن پولیس د غلا له تور سره مخامخ دی او اوس یې دنده په تعلیق ده.

دالمان په پلازمېنه برلېن کې پولیس وایي، په هغه پلټنه کې چې د هغه په کور او کار ځای کې ترسره شوې ده، داسې شواهد شته چې اوس تر څېړنې لاندې دي. اوس په موقتي ډول د پولیسو دغه مامور ازاد شوی دی. د لومړنیو تحقیقاتو له مخې، د پولیسو دغه مامور یو بل همکار هم لري، خو تر اوسه د دغه کس په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي او هویت یې هم معلوم نه دی. 

دغه پېښه د جولای مياشتي پر ۱۹ مه، د شپې په شاوخوا ۱۱:۱۵ بجو د برلین په یوه لویه لاره کې شوې ده. د پولیسو یاد مامور له خپلې نوکریوالۍ وروسته، په یوه خصوصي موټر کې پرته له دې چې هارن او د پولیسو لوګو ولري سپور شوی دی.

د راپورونو له مخې دغه پولیس دریشي په تن وه او توفانچه یې هم په پوښ کې له ځان سره وه. دا ټول ۶۲ کلن موټر چلونکی ډاډمنوي او هغه فکر کوي چې د پولیسو اقدام مناسب او د دندې په جریان کې دي.

د پولیسو مامور  د خپل ملګري په همکارۍ په جعلي پلټنه کې موټر چلوونکی تر لاس نیسي او د پولیسو په موټر کې یې اچوي. ویل کیږي چې د پولیسو دغه مامور ۵۷ زره یورو او دوه ګرځنده تیلفونونه غلا کړې دي.

جالبه نکته دا ده چې ۶۲ کلن سړی بیا د ضبط او تفتیش فورمه ترلاسه کړي، خو د خبري غونډې په جریان کې د ۵۷۰۰۰ یورو نغدو پیسو د ضبط  یادونه نه وه.

​دې قضیې د برلین د پولیسو او قضايي چارواکو له پاره ډېرې پوښتنې را ولاړې کړې دي. په دې کې یوه دا ده چې څنګه د پولیسو مامور پوه شوی و چې دغه ۶۲ کلن سړی له ځان سره لسګونه زره یورو نغدې پیسې لري او یا دا چې دغه کس ولې دومره  پیسې له ځان سره راوړې دي.

dw-fz,nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب