1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

المان: یو ښوونکی د ناوړه جنسي استفادې په ۱۰۰ مواردو تورن شوی

۱۴۰۱ آذر ۸, سه‌شنبه

د المان په فرانکفورت ښار کې تر سلو په ډیرو ماشومانو شکمن جنسي تیری کوونکی یو پخوانی ښوونکی دی. تورن کس دغه جرمونه په تیرو ۲۳ کلونو کې ترسره کړي دي.

https://p.dw.com/p/4KFOZ
Symbolbild Kinderpornografie in Deutschland
انځور: Alexandra Michel/onemorepicture/imago images

د المان په فرانکفورت ښار کې یو پخوانی ښوونکی، په تر سلو ډیرو ماشومانو د جنسي تیري کولو په تور نیول شوی دی. سیمه ایزې څارنوالۍ له دویچه ویله سره په خبرو کې دا منلې ده چې څارنوالۍ د یوه پخواني ښوونکي پر وړاندې په تر سلو ډیرو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنسي تیري کولو تور په اساس د اقامې دعوا کړې ده.

د فرانسې خبري آژانس (AFP) د رپوټ په اساس د ګوتنګن سیمې ۴۷ کلن اوسیدونکی د روان کال له جنورۍ میاشتې څخه د پولیسو په توقیف کې دی. ویل کیږي چې دغه جرمونه له ۱۹۹۸ م کال څخه د ۲۰۲۱م کال تر پای پورې موده کې ترسره شوي دي.

اړوند: راپور: په آلمان کي د انساني قاچاق قضيې زياتي شوي دي

دغه پخوانی ښوونکی پر ماشومانو او تر خپلې سرپرستۍ لاندې نورو کسانو په شدیدې ناوړه جنسي استفادې تورن دی. په دې اړه الماني چارواکو ته د امریکایي تحقیق کوونکو له خوا خبرداری ورکړل شوی و. هغوي تور لګولی و چې دغه کس پر انټرنټ د ماشومانو د جنسي تیري مواد خپاره کړي دي.

د دغه کس د اپارتمان له تلاشي کیدو وروسته له ډیټا سټوریج ډیوائسز یا د انټرنټي معلوماتو د زیرمه کولو دستګاو څخه د ده د جرمونو په اړه اشارې ترلاسه شوي دي.

اړوند: نارینه ولې جنسي تيری کوی؟

په دعوی کې له ۱۴ کلونو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو سره د ناوړه ګټه اخیستنې ۶۴ تورونه او له ۱۴ څخه تر ۱۷ کلونو پورې عمر لرونکو تنکیو ځوانانو سره د جنسي تیري ۳۵ تورونه او د ماشومانو د پورنو ګرافۍ یا لوڅو فلمونو درلودلو د قضیې ۱۵ تورنه شامل دي.

د فولدا سیمه ایزه محکمه اوس د تورن کس پر وړاندې د محکمې د اصلي پروسې پرانیستلو پریکړه کوي.

تموتهي جونز: ش.ن/ ن.ز