1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پولیسو ۲۵ شکمن ترهګر نیولي دي

۱۴۰۱ آذر ۱۶, چهارشنبه

د آلمان پولیسو په یوه «داخلي تروریستي سازمان» کې د غړیتوب یا ملاتړ په شک ۲۵ کسان نیولي چې ويل کيږي د آلمان حکومت د رانسکورولو اراده یي درلوده. د المان د عدلیې وزیر ویلي چې دغه شبکه د «رایش اتباعو غورځنګ» یوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/4KbEH
Deutschland Berlin | Großrazzia in Reichsbürgerszene
انځور: Christian Mang/REUTERS

د چهارشنبې ورځي (۲۰۲۲م کال ډسمبر ۷) د سهار په لومړیو ساعتونو کې د پولیسو په دغو عملیاتو کې چې د آلمان په مختلفو ښارونو کې ترسره شول په یوه ترهګریز سازمان کې د غړیتوب او یا هم ور څخه د ملاتړ کولو په تور ۲۵ شکمن کسان نیول شوي دي.

په ټول آلمان کې د ترسره شوو دغو عملیاتو په اړه خبر له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ادارې او د دغه هیواد د عدلیې وزیر مارکو بوشمن خپور کړی دی.

آلماني پوليسو هغه ښي اړخي ونيول چې غوښتل يې نظام سقوط کړي

بوشمن وویل چې د پولیسو عملیات د یوې شکمنې ترهګرې شبکې په وړاندې ترسره شوی دی. ویل شوي چې دغه شبکه له «رایش اتباعو غورڅنګ» سره په تماس کې وه.

نوموړي زیاته کړه هغه کسان چې شک کیده پر دولتي بنسټونو یې د وسله وال برید پلان طرح کړی و، په ټول المان کې د پولیسو په عملیاتو کې په نښه کړای شوي دي.

بوشمن لیکلي دي: «د نن ورځې له سهار څخه د تروریستانو ضد عملیات پیل شوي. د آلمان عمومي څارنوالي د رایش اتباعو ډلې د یوې شکمنې ترهګریزې شبکې په هکله د څېړنو په حال کې ده.»

نوموړي زیاته کړې ده: «دا شک موجود دی چې د اساسي قانون پر بنسټونو یو وسله وال برید پلان شوی و.»

د رپوټونو په حواله د آلمان په ۱۱ ایالتونو کې د پولیسو په عملیاتو کې د ۵۲ شکمنو کسانو اړوند ۱۳۰ ملکیتونه تلاشي شوي دي.

د څارنوالۍ د مسئولینو په وینا، نیول شوي شکمن کسان «د یوه ترهګریز سازمان غړي دي چې د ۲۰۲۱م کال د نومبر میاشتې په پای کې یي بنسټ ایښودل شوی دی. د دې سازمان موخه د آلمان د اوسني سیاسي سیستم لمنځه وړل او پر ځای يې د خپلې مفکورې پر اساس د یوه سیستم رامنځته کول و.»

د جرمني یوه وکیله د مرګ ګواښونه ترلاسه کوي

له ۲۵ نیول شوو نارينه او ښځو څخه ۲۴ تنه یي الماني اتباع او یو یي روسی دی. د نیول کیدو یو مورد په اتریش او یو بل کس بیا په ایټالیا کې نیول شوی دی. د آلمان د فدرالي څارنوالۍ په خبره نور ۲۷ کسان هم په دې قضیه کې شکمن بلل شوي دي.

د «رایش اتباعو غورځنګ» له یو شمیر کوچنیو سازمانونو او اشخاصو څخه تشکیل شوی دی چې اکثره یي د براندنبورګ، مکلنبورګ فورپومرن او بایرن په ایالتونو کې فعالیت کوي. دوی نه هم د آلمان او نه هم د هیڅ کوم دولتي بنسټ مشروعیت مني.

دغه غورځنګ وایي چې تر دویمي نړیوالې جګړې دمخه د آلمان اساسي قانون هیڅ کله هم واقعاً باطل شوی نه دی، نو له همدې امله په ۱۹۴۹م کال کې د لویدیځ آلمان او په ۱۹۹۰م کال کې د متحد المان تشکیل قانوني اعتبار نه لري.

nz, ns (AFP, Reuters, dpa)