1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

د ۱۵۰۰ موټرو د ټايرونو شکمن سوري کوونکی ونيول شو

۱۴۰۰ دی ۴, شنبه

آلمان کې پوليسو داسې يو تن نيولی چې د موټرو د ۱۵۰۰ ټايرونو په سوري کولو تورن دی. دغه ۵۰ کلن سړی د پنجشنې په شپه د دغه جرم د تر سره کولو پر مهال ونيول شو.

https://p.dw.com/p/44pGc
Kuwait | Reifen-Friedhof
د آرشیف انځورانځور: Stephanie McGehee/REUTERS

د معلوماتو له مخې د آلمان د آندرناخ ښار د پوليسو یوه ویاند د دې پیښې پخلی کړی دی. عيني شاهدانو د څرګندونو له مخې ليدلي وو چې دغه سړی د پلايد په ښارګوټي کې د ټايرونو په سوري کولو بوخت وو. ټول ټال د څه باندې ۳۸۰ موټرو تقريبا ۱۵۰۰ ټايرونه خراب کړل شوي دي. د تقريبا ټولو موټرو څلور واړه ټایرونه سوري کړل شوي دي.  

نيول شوی ۵۰ کلن سړي پوليسو ته د پخوانيو جرمي اعمالو له کبله معلوم وو، د نورو تر څنګ د شيانو د تخريب له کبله هم. د نيولو پر مهال د نوکانو يوه قيچي چې د ربړو پاتې شوني ورپورې نښتي وو او د مخ پټولو يو ماسک هم ورسره وموندل شول.

پوليسو د تخريب له کبله رامنځ ته شوی زيان د ۱۵۰ زرو يورو په شاوخوا اټکل کړی دی. د شکمن کس په وړاندې د شيانو د تخريب له کبله پلټنې پيل شوې دي. نوموړی دغه عمل تر اوسه پورې نه مني. دغه سړی به اوس يوه قاضي ته معرفي کيږي مخکې له دې چې د تحقيقاتي بند په هکله يې پرېکړه وشي.