1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

په المان کې د موټرو د غلا کچه پر ډېریدو ده

۱۴۰۲ تیر ۲۸, چهارشنبه

په آلمان کې له جرمونو سره د مبارزې ادارې په وینا، په ۲۰۲۲م کال کې د غلا سوو موټرو شمیر له هغې څخه دمخه کال په پرتله ۱۹،۶ سلنه ډیر سوی دی.

https://p.dw.com/p/4U78p
Deutschland Stau auf der A100 in Berlin
انځور: Getty Images/S. Gallup

په آلمان کي له جرمونو سره د مبارزې فدرالي اداري «بی کا ای»  د سږکال د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲م کال کې، په دغه هیواد کې شاوخوا ۱۴۶۰۰ موټر غلا سوي او ورک سوي دي. دا شمیره په ۲۰۲۱م کال کې  (۱۲۲۱۵موټره) په پرتله ۱۹،۶سلنه ډیروالی ښيي.

د دویچه ویله فیس بوک پاڼه همدلته تعقیب کړئ

نوموړي اداري د ۲۰۲۱م کال کې  د ۱۶ زره ۵۰۰ موټرو د غلا راپور ورکړی وو. البته په دې ارقامو کې د بیمې شمیرې له مخې ټول غلا سوي موټرونه پکې شامل دي، د مثال په توګه بریښنايي موټرسایکلونه په دې شمېر کي نشته.

اړوند مطالب :په آلمان کې د موټر غلا تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده

يادي اداري د لویو موټرو لکه د لاریو او ټرکونو په غلا کې د زیاتوالي راپور ورکوي. ویل سوي دي چې د یوه کال په ترڅ کې، د سیاحتي موټرو د غلا کچه ۱۴۸ سلنه لوړه سوې ده او دا قضیې ۴۶۵ ته رسیدلي دي.

Deutsch-Polnische Grenze | Grenzübertritt von Migranten
انځور: Sean Gallup/Getty Images

په المان کې د جرمونو د فدرالي ادارې په خبره «یو لامل دا دی چې په المان کې د دې ډول موټرو لایسنس ډیر ورکول کیږي او دا موټر د لوړ قیمت له امله غلو ته ډیر په زړه پوري دي.»

اړوند مطالب:په آلمان کې په زرونو ماسکونه غلا شوي

مسول څیړونکي په دې باور دي چې د موټرنو د غلا یوه لویه برخه د منظمې ډلې له لوري ترسره کیږي. او د دې ډلي هر یو یې په بیلابیلو برخو کې تخصص لري، ځینې یې په غلا او ځینې نور یې په ټرانسپورټ یا د غلا سویو موټرو په رانیولو او خرڅولو کې.

Auto Motorrad Diebstahl NO FLASH
انځور: picture-alliance/dpa

د دې ترڅنګ د پلټونکو مامورینو په خبره، داسي لیدل کېږي چې د استوګنې په سیمه کې د څو غلاوو په ترڅ کې مجرمین د موټرو د غلا کولو له پاره په کورونو کې د موټرو د کیلي ترلاسه کولو هڅه هم  کړې ده. چې دا پدیده د «Homejacking» په نوم هم یادېږي.

ص.ذ/ن.ز