1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

نتنیاهو: پر حماس تر بریالیتوبه به جګړې ته دوام ورکوو

۱۴۰۲ آذر ۲۳, پنجشنبه

په داسې حال کې چې په غزې تراډه کې د اسرائیل پر اقداماتو نړیوال انتقادونه دوام لري، د دغه هيواد لومړي وزیر ویلي چې پر حماس تر بریالیتوب پورې به جګړې ته دوام ورکوي.

https://p.dw.com/p/4a8bt
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهوانځور: Christophe Ena via REUTERS

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه، بې له دې ډلې د غزې د جګړې په اړه هر ډول موافقه وهم او «خیال» بللی دی.

په غزه کې د حماس ډله واکمنه ده چې پر نورو سربيره امريکا متحده ايالاتو، آلمان، اسرائيل، ځينو عربي هېوادونو او اروپايي ټولنې د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړې ده.

هنیه په تلویزوني وینا کې حماس د «هرې مفکورې او نوښت» له پاره تیار بللی دی، څو د هغه په وینا د «اسرائیل تیری» پای ته ورسیږي او «د فلسطین او اردون رود د لویدیځې غاړې خاوره کې نظم رامنځته کیدو ته لاره هواره شي.»

نتنیاهو: اسرائیل به پر حماس تر بریالیتوب پورې جنګ جاري ساتي

په داسې حال کې چې په غزې تراډه کې د اسرائیل پر اقداماتو نړیوال انتقادونه دوام لري، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی دی چې پر حماس تر بریالیتوب پورې به جنګ دوام ولري.

نتانیاهو په یوه ویډیویې پيغام کې ویلي: «هیڅ به موږ ونه دروي. موږ به تر پایه پورې دوام ورکړو، تر بریالیتوب پورې.»

مخکې تر دې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر الی کوهن ټینګار کړی وو چې دغه هیواد به د حماس پر وړاندې جګړې ته د «نړیوالو په ملاتړ یا بې ملاتړه دوام ورکړي.»

له دې ټولو سره سره د اسرائیل هوایي ځواکونو تیره شپه هم د غزې پر تړانګې خپل بریدونو ته دوام ورکړی وو.

د اسرائیل پوځ: حماس له ملکیانو د انساني ډال په توګه استفاده کوي

د اسرائیل پوځ په غزې تړانګه کې د ملکيانو د تلفاتو زیاتیدو په اړه د نړیوالو انتقادونو په پام کې نیولو سره، یو ځل بیا پر حماس تور لګولی دی چې له ملکي خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي.

د اسرائیل پوځ ویاند کرن هاجیوف وویل: «زموږ واحدونو په څو ښوونځیو کې د وسلو سترې زیرمې او تونلونه پیدا کړي دي. دوی حتی د لوبو د سامان په یوه خرس کې، یو نښه ویشتونکی ټوپک کشف کړی دی.»

د دغه اسرائیلي چارواکي په وینا په یوه جومات کې هم داسې ځای موندل شوی دی چیرې چې د ټانک ضد وسلو څخه د استفادې روزنه ورکول کیدله.

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

اسرائیل وایي چې حماس له «غیرنظامي امن» سیمو څخه توغندي توغوي

د اسرائیل پوځ وایي چې د حماس ترهګرې ډلې له المواصلي سیمې څخه چې د بشردوستانه دلایلو پر اساس «امن» بللې شوې ده، په توغندیزو بریدونو لاس پورې کوي.

د اسرائیلي چارواکو په وینا له کله راهیسې چې د اکتوبر له ۱۸ نیټې څخه دغه سیمه د «ملکیانو له پاره امن» بلل شوې ده، تر اوسه پورې له المواصلي څخه چې د مدیترانې سمندر په ساحل کې پرته ده ۱۱۶ توغندي د اسرائیل پر لور توغول شوي چې ۱۸ یې په غزې تړانګه کې لګیدلي دي.

د اسرائیل پوځ په اعلامیه کې راغلي دي: «حماس همدارنګه له امن بشردوستانه سیمو څخه د ترهګریزو فعالیتونو له پاره استفاده کوي او د غزې د ملکي خلکو ژوند په خطر کې اچوي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب