1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کي پر روغتون بريد او سخت نړيوال غبرګونونه

۱۴۰۲ مهر ۲۶, چهارشنبه

د غزې د روغتیا وزارت ادعا کړې ده چې هلته پر روغتون د اسرائیل برید کې ۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د اسرائیل د لومړي وزیر سلاکار په وینا هیواد یې په دې برید کې نقش نه درلود. محمود عباس له بایدن سره خپله لیدنه لغوه کړه.

https://p.dw.com/p/4XfTW
Gaza Israel Nahostkonflikt l Verletzte nach israelischem Luftangriffen auf ein Krankenhaus
انځور: Reuters TV/REUTERS

د راپورونو له مخي په غزه کې پر روغتون د برید په پایله کې نږدې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي. د بشري حقونو مرکز «المیزان» د «جنګي جنایت» خبره کړې ده.

د نړیوالو بشردوستانه قوانینو پر بنسټ روغتونونه د «ځانګړي حفاظت حق» څخه برخمن دي. حماس اسرائیل د دې برید مسئول بولي. د اسرائیل پوځ د دې خبر د ردولو ترڅنګ ویلي دي چې د فلسطیني ډلو یو توغندی د دې انفجار سبب شوی دی.

پر اسرائیل باندي د حماس د ترهګر بريد وروسته دغه هيواد پر غزې بریدونه پیل کړي دي او په پرله پسې ډول یې ټینګار کړی دی چې ملکي اهداف نه په نخښه کوي.

محمود عباس له جو بایدن سره لیدنه لغوه کړې ده

د فلسطینيانو د سيمو مشر محمود عباس د امریکا له ولسمشر جو بایدن سره خپله لیدنه کتنه د غزې پر روغتون د برید په دلیل لغوه کړې ده. محمود عباس د «روغتون له قتل عام» وروسته د درو ورځو عمومي ماتم اعلان کړی دی.

ټاکل شوې وه چې محمود عباس به د اردن له دویم پادشاه ملک عبدالله او د مصر له ولسمشر الفتاح السیسي سره په ګډه د اردن په پلازمېنه عمان کې له ولسمشر بایدن سره وویني او پر اسرائیل د حماس د وروستي برید په هکله بحث وکړي.

جو بایدن


د امریکا ولسمشر جو بایدن هم تل ابیب ته د تګ پر مهال د دې پيښې په هکله غوسه څرګنده کړې ده. هغه وویل: «زه په غزه کې په الاهلي عرب روغتون کې شوي انفجار او په پایله کې یې رامنځته شوو ځاني تلفاتو خواشینې او غوسه کړی یم.»
بایدن ویلي چې خپل ملي امنیتي ټیم ته یي دنده سپارلې ده چې په دې اړه پلټنې وکړي، خو تر څنګ یي د اسرائیل د دې اعلامیې ملاتړ هم وکړ چې اسرائیل پکې ویلي دي چې دغه برید دوی نه دی کړی.


اردن


اردن هم له جو بایدن سره د چهارشنبې ورځې له پاره پلان شوې څلور اخیزه ناسته لغوه کړې ده. د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي وویل دا یوازې هغه وخت ترسره کیږي «چې د جګړې او عام وژنې د پای ته رسولو پریکړه وشي.»
ټاکل شوې وه چې په دې سرمشریزه کې به د مصر ولسمشر الفتاح السیسي، د اردن پادشاه دویم عبدالله، د فلسطینيانو مشر محمود عباس او جو بایدن ګډون کړی وای.
 

ترکیه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په غزه کې پر روغتون د اسرائیل برید غندلی دی او دا یې «د اساسي انساني ارزښتونو د نشتوالي وروستۍ بیلګه» بللې ده.

اردوغان په خپل ایکس(پخواني تویتر) شبکه کې لیکلي دي: «زه ټول بشریت ته بلنه ورکوم چې په غزه کې د دې بې ساري وحشت د درولو له پاره اقدام وکړي.»

د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې چې په ایکس یا پخواني تویتر کې یې خپره کړې ده د غزې په شمال کې پر روغتون برید، «چیرې چې ناروغان، درملنې ته اړمن کسان او هغه کسان چې پناه ته یې ضرورت درلود موجود ول» غندلی دی.

دغه روغتون د غزې په شمال کې یو له هغو شلو روغتیایي مرکزونو څخه وو چې د اسرائیل پوځ یې د تخلیه کولو امر کړی وو.

دغه بنسټ ټينګار کړی دی چې د نړیوالو قوانینو پر اساس نه باید روغتیایي مرکزونه تر برید لاندې ونیول شي.

د کاناډا لومړی وزیر

د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو ټینګار کړی دی چې اسرائیل باید له حماس څخه په غچ اخیستنه کې د هغو بریدونو په خاطر چې تر ۱۳۰۰ ډیر کسان پکې مړه شوي دي، نړیوال قوانین مراعت کړي.

ترودو خبریالانو ته ویلي دي چې په غزه کې پر روغتون برید «کرکجن او د نه منلو وړ عمل» دی. نوموړي زیاته کړه: «نړیوال قوانین باید په دې او ټولو مواردو کې رعایت شي. جنګ خپل قوانین لري او پر روغتونونو برید د منلو وړ نه دی.»

خو اسرائیل بیا ویلی دي چې په دې برید کې نقش نه لري.