1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

نتنياهو وايي پر غزې د قبضې اراده نلري

۱۴۰۲ آبان ۱۹, جمعه

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي دي چې اسرائيل به له حماس سره اوربند ونه کړي. هغه زياته کړې ده چې اسرائيل پر غزې د قبضه کولو اراده نه لري.

https://p.dw.com/p/4Yfu3
Israel Premierminister Netanjahu
انځور: Christophe Ena via REUTERS

بنيامين نتنياهو د پنجنشبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د نوامبر په ۹ نېټه) د فاکس نيوز سره په خبرو کې وويل چې په غزه کې به اوربند ونه کړي. هغه په جګړه کې د اسرائيلي پوځ پر څرنګوالي ډاډ وښود او هغه يې «فوق العاده ښه» ياد کړ. خو هغه پر دې ټينګار وکړ چې اسرائيل پلان نه لري چې فلسطينۍ سيمې قبضه کړي.

د اسرائيل لومړي وزير وويل: «د حماس سره اوربند د تسليمۍ په معنی دی.» هغه زياته کړه چې د اسرائيل د پوځي تعرض لپاره کوم مهالوېش نشته. په وينا يې «زه فکر کوم چې اسرائيلي پوځ په فوق العاده توګه ښه دی.» نتنياهو زياته کړه: «هر څومره زيات وخت هم که نيسي، موږ به ورته ادامه ورکړو.»

اسرائيل هوډ څرګند کړی چې د حماس وسله واله ډله به له منځه يوسي. دا د هغه وروسته چې د حماس وسله والې اسلامستي ډلې چې امريکا، اروپايي اتحاديه او نور لوېديځ هيوادونه ورسره اړيکې نه لري او د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي شوې ده، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ نېټه يې پر اسرائيل راکټي بريدونه وکړل او وسله وال يې د اسرائيل سرحدي سيمو ته ننوتل او هلته يې خلک ووژل او يو شمېر يې اختطاف کړل. د اسرائيل په وينا په دغو بريدونو کې تقريبا ۱۴۰۰ اسرائيليان ووژل شول او ۲۴۰ اختطاف کړل شول.

۱۰۸۰۰ وژل شوي فلسطينيان

اسرائيل وايي چې په غزه کې يې د پوځي تعرض هدفونه د حماس وسله والې ډلې ځايونه دي. د حماس ډله وايي چې د جګړې له پېل راهيسي په غزه کې ۱۰۸۰۰ انسانان وژل شوي دي چې اکثريت يې ولسي وګړي او ماشومان دي.

بنيامين نتنياهو د فوکس نيوز سره په خبرو کې وويل چې اسرائيل په غزه کې د اوږدې مودې لپاره د پاته کېدو پلان نه لري. په وينا يې: «موږ پر غزې واکمن کېدل نه غواړو. موږ يې قبضه کوو نه، خو موږ ورته د خپل ځان سره مل بهتر راتلونکی غواړو.»

کله چې نتنياهو د غزې د مستقبل په تړاو د اسرائيل د پلان په هکله وپوښتل شو، نو هغه وويل چې دغه بې وزله او محاصره شوې سيمه بايد چې «غير نظامي، غيرافراطي او بيا ورغول شي.»

هغه وويل: «موږ بايد يو حکومت پيدا کړو، يو ولسي حکومت چې هلته وي.« خو دا يې نه وويل چې څوک به دا ډول حکومت جوړکړلای شي. په وينا يې اسرائيل به و غزې ته د بيا ننوتلو لپاره چمتو واوسي چې «قاتلان قتل کړي». د هغه په وينا په دې توګه به اسرائيل د حماس په شان ډلو د را څرګندېدو مخه ونيسي.

د حماس وسله والې ډلې په داسي وخت کې د اکتوبر پر ۷مه نېټه پر اسرائيل بريدونه وکړل چې د اسرائيل او سعودي عربستان تر منځ د دیپلوماسۍ په ډګر کې تحرک رامنځته شوی وو. دواړه هيوادونه د سولې جوړ جاړي ته نژدې شوي ول. بنياد يې د ابراهيم هغه تړونونه ول چې په ترڅ کې يې اسرائيل د يو شمېر عربو هيوادونو سره اړيکې نورماله کړې.

نتنياهو ټينګار وکړ چې روان بحران به دیپلوماتيک تحرک ته زيان نه ورسوي. هغه وويل چې د هغه وروسته چې اسرائيل »حماس تباه کړي« نو به د خبرو اترو لپاره غوره شرايط وي. د اسرائيل لومړي وزير وويل: «زه فکر کوم چې شرايط به غوره وي. په حقيقت کي، د بريا وروسته، زما په فکر هغوی به لا غوره شي.»

آ./ا.ا./ب.ص.