1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

ملګرو ملتونو غزه کې د اوربند د غوښتنې ملاتړ وکړ

۱۴۰۲ آذر ۲۲, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې د رایو په اکثریت سره په غزه کې د بیړني اوربند د غوښتنې ملاتړ کړی چې پر اسرائیل او متحد یې، امریکا فشار زیاتوي. په ورته وخت کې ظاهراً اسرائیل د حماس تونلونو ته د اوبو پمپ کول پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/4a6Sj
USA Generalversammlung der Vereinten Nationen
انځور: ANGELA WEISS/AFP

د سه شنبې (د دسمبر میاشتې ۱۳ نیټه) په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په نیویارک کې هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې په کښې د غزې په تراړه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د بیړني بشردوستانه اوربند غوښتنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې په پراخ اکثریت، یعني له ۱۹۳ څخه ۱۵۳ غړو دې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه او د بیړني اوربند له غوښتنې څخه یې ملاتړ وکړ.

امریکا متحده ایالاتو، اسرائیل، اتریش، چک جمهوریت، ګواتیمالا، لایبریا، میکرونیزي، نایرو، پاپواګینانو او پاراګوای هیوادونو د دې پریکړه لیک په مخالفت کې رایه ورکړې ده.

دغه رای ګیري د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شوه چې د دغه سازمان د امنیت په شورا کې یوه ورځ مخکې له دې، دې ته ورته یوه پریکړه لیک د امریکا متحده ایالاتو د ویتو له کبله رد شوی وو.

عمدتاً مسلمان او عربي هیوادونو د دې بیړني عمومي غونډې د را بللو غوښتنه کړې وه، څو د دې پریکړه لیک په هکله رای ګیري وشي.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پریکړه لیک د امنیت شورا د پریکړه لیک برخلاف الزامي نه وي، خو د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوشاري ویلي دي چې د عمومي غونډې پریکړې د نړۍ د نظر منعکس کوونکي وي او پر اسرائیل او امریکا فشار واردوي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د فلسطینیانو استازي دا یوه تاریخي ورځ بللې ده.

په عین وخت کې د امریکایي رسنیو د رپوټونو په اساس چې د وال سټریټ ژورنال او «اې بي سي نیوز» له خوا خپاره شوي دي،اسرائیل د حماس د ځمکې لاندې تونلونو ته د سمندر د اوبو پمپ کول پیل کړي دي.

دغه تونلونه د حماس افراطي اسلامپاله جنګیالیو له پاره ډیر مهم دي، ځکه یرغمل شوي، خوراکي توکي، خپل جنګیالي او وسلې تر ځمکې لاندې په دغو پټو تونلونو کې ساتي.

یوه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، امریکايي رسنیو ته ویلي دي چې د تونلونو ته د سمندر د اوبو پمپ کول ښايي د غزې تر ځمکې لاندې خوږې اوبه ککړې کړي او دا چې دا کار به څو اونۍ وخت ونیسي چې دغه کار دې په جګړه کې ستراتیژیکي پایلې په لاس راوړي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح