1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

امریکا په غزه کې د بیړني اوربند پریکړه لیک ویتو کړ

۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبه

امریکا متحده ایالاتو د ملګرو متلونو د امنیت شورا پریکړه لیک چې په کښې په غزه کې د بیړني اوربند غوښتنه شوې وه ویتو کړ. د پریکړه لیک د ویتو کولو له کبله اسرائیل د امریکا ستاېنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4Zxk4
USA, New York | Tagung des UN-Sicherheitsrats
له ښي خوا، په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو مرستیال سفیر رابرټ ووډانځور: Charly Triballeau/AFP/Getty Images

امریکا د ملګرو متلونو د امنیت په شورا کې داسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند پریکړه لیک ویتو کړ. د دې شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۳ یې د متحده عربي اماراتو له خوا وړاندې شوي پریکړه لیک ته مثبته او بریتانیې ممتنع رایه ورکړه.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د سفیر مرستیال رابرت وود، د امنیت په شورا کې د رای اچونې له پیلیدو لږ مخکې ویلي وو چې دا ډول یو اقدام د غزې تړانګې کنترول د حماس په لاس کې ورکوي، چې تر اوسه پورې لا له ۱۰۰ ډیر کسان ورسره یرغمل دي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرې هم د دې پریکړه لیک د ویتو کولو له پاره استدلال وړاندې کړ چې په جګړه کې وقفه به د حماس ډلې ته «د بقا او د ځواکونو نوي کولو اجازه» ورکړي.

د امنیت شورا ټولو غړوپه غزه کېد جګړې د اوربند پریکړه لیک په اړه د امریکا پر دریځ نیوکه وکړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه تشکیله شوې ده. متحده امارات د امنیت شورا یوازنی عربي غړی هیواد دی او دغه هیواد د یاد پریکړه لیک متن، د نورو ترڅنګ د عربي هیوادونو او اسلامي همکاریو سازمان په ملاتړ وړاندې کړی وو.

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

د پریکړه لیک د تصویبیدلو له پاره، لږ تر لږه د نهو موافقو رایو او د دغه سازمان د پنځو دایمي غړو[ امریکا، روسیه، چین، فرانسې او بریتانیې] له خوا د خپل ویتو حق څخه نه استفاده کول الزامي وي. خو دغه پریکړه لیک د امریکا د ویتو له کبله له ماتې سره مخامخ شوه.

اسرائیل د امریکا د دریځ ستاېنه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر ګیلاد ارادان، د امنیت په شورا کې د جګړې د وقفې په اړه پریکړه لیک د ویتو کولو له کبله د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه مننه وکړه.

ارادان په «ایکس» شبکه کې ویلي چې د هغه له نظره د بایډن د حکومت اقدام «د اسرائیل د پریکړنده ملاتړ» او «ارزښتونو ته د پابند پاتې کیدو» نښه ده.

اردان د خپلو خبرو په دوام ټینګار وکړ چې دا ټکان ورکوونکې خبره ده چې حماس د غزې په سویل کې د خلکو له منځ څخه پر اسرائیلو توغندي توغوي او د ملګرو ملتونو سازمان د هغه تحریف شوي پریکړه لیک په اړه پر بحث کولو مصروف دی چې د حماس ترهګرو ته اجازه ورکوي چې په غزه کې په واک کې پاتې شي، نه دا چې حماس وغندي او د یرغمل شوو د خلاصون غوښتنه وکړي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د اسرائیل سفیر ګیلاد ارادان همدارنګه ټینګار وکړ چې اوربند به یوازې د ټولو یرغمل شوو د خلاصون او حماس په نابودۍ سره ممکن وي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص