1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

سئول، توکیو او واشنګټن نوي پوځي مانورې پيل کړي دي

۱۴۰۳ تیر ۷, پنجشنبه

سویلي کوریا، امریکا او جاپان ګډې پوځي مانورې پیل کړي دي. د موافقې پر اساس ټاکل شوې ده چې دغه هیوادونه به د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو په مقابل کې د خپل یووالي د نمایش له پاره په کال کې څو واره پوځي مانورې ترسره کوي.

https://p.dw.com/p/4hapL
Südkorea | Militärübung Südkorea, Japan und USA
آرشیف انځور: د سویلي کوریا، امریکا او جاپان پوځي مانورېانځور: Defense Ministry/ZUMA/picture alliance

د سئول د ګډو ځواکونو مشر د پنجشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۷ نیټه) اعلان وکړ چې سویلي کوریا، متحده ایالاتو او جاپان خپل نوي پوځي تمرینونه پیل کړل، ځکه د پیونګ یانګ له خوا د مخ پر ډیریدونکو ګواښونو سره د مقابلې له پاره تیاری نیسي.

د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو مشر په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د «آزادۍ څنډې» په نوم دغه مانورې به د نورو ترڅنګ د بالستیک او هوایي دفاع توغندیو، د اوبتلونو جګړې او سایبري دفاع پر روزنې متمرکزې وي.

د دغو درو هیوادونو مشران تیر کال د یوې غونډې په ترڅ کې موافقې ته ورسیدل چې د شمالي کوریا له خوا د اټومي ګواښونو او د چين د سیمه ایز نفوذ د زیاتیدو په مقابل کې به د خپل اتحاد او د یووالي ښکاره کولو له پاره په کلني حساب پوځي مانورې ترسره کوي.

په تیرو وختونو کې هم دې ته ورته ترکیبي پوځي مانورو، چې پیونګ یانګ یې د یرغل له پاره تمرین بولي، د دغه هیواد غوسه را پارولې وه.

په اوسنیو مانورو کې چې ټاکل شوې ده د شنبې تر ورځې به دوام پیدا کړي، د «یو اس اس تيودور روزولټ» په نوم د الوتکو لیږدونکې اتومي بیړۍ، د لارښود شوو توغندیو خنثی کوونکې جاپاني کښتۍ او د KF-16 جنګي جټ الوتکې ګډون ولري.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول، د دغو مانورو له پیلیدو مخکې د سویلي کوریا بندر ته د «یو اس اس تئودور روزولټ» الوتکې لیږدونکې بیړۍ له رسیدو وروسته، له دغې بیړۍ څخه لیدنه وکړه.

امریکا متحده ایالات یو له هغو دوو هیوادونو څخه دی چې داسې الوتکې لیږدونکي بیړۍ لري چې اټومي انرژي کاروي. اټومي انرژي دغو بیړیو ته دا امکان ورکوي، چې تر یو اوږدې مودې پورې بې له دې چې د سون موادو ته اړتیا پیدا کړي، فعالیت وکړي.

د دغو بیړیو را رسیدو د شمالي کوریا غوسه را پارولې ده. دغه هیواد ویلي دي چې د یوه نوي او پیاوړي دفاع د نمایش له پاره به مونږ له خپلو ټولو امکاناتو څخه د کار اخیستنې انتخاب پرانیسی پریږدو.

د سئول د پنجشنبې ورځې اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې شمالی کوریا د مختلفو سرګولولو درلودونکي یوه توغندي د بریالۍ ازموېنې خبر ورکړی دی.

د سویلي کوریا د پوځ یوه استازي د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې پیونګ یانګ د چهارشنبې په ورځ ظاهراً یو هایپرسونیک (له غږ څخه ګړندی) توغندی ازمایلی دی.

د نوموړي په وینا دغه توغندی له توغول کیدو وروسته پیونګ یانګ ته نږدې شاوخوا ۲۵۰ کیلومترۍ کې په هوا کې چاودلی دی. خو پیونګ یانګ د یوه بریالۍ آزموېنې خبره کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب