1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوریا له یوې جنگي بیړۍ څخه د کروز توغندي آزموېنه کړې

۱۴۰۲ مرداد ۳۰, دوشنبه

سویلي کوریا او امریکا د دوشنبې په ورځ خپلې معمولي پوځي مانورې پيل کړې. په ورته وخت کې شمالي کوریا چې دغه تمرینونه یې «پاروونکي» بللي، له یوې جنگي بیړۍ څخه کروز توغندی توغولی دی.

https://p.dw.com/p/4VOM9
Nordkorea | Kim Jong-Un verfolgt Abschuss von Marschflugkörpern
انځور: KCNA/KNS/dpa/picture alliance

د سویلي کوریا او امریکا پوځي مانورې چې د معمول مطابق په کال کې دوه واره ترسره کیږي، د دوشنبې ورځې (اګست ۲۱) په سهار پيل شوې. په دې تمرینونو کې پر ټولو نظامي تمرینونو سربیره، د جگړې پر مهال د غلطو اطلاعاتو پر وړاندې د غبرگون د څرنگوالي او په مناسب موقع کې د غلیم د توغندیو په نښه کولو څرنگوالی تمرینیږي.

دغه مانورې ۱۰ ورځې دوام کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ سرتیري، هوایي او سمندري ځواکونه او د فضانوردۍ ځواکونه هم گډون لري.

په دغو مانورو کې چې هر کال په پسرلي او مني کې ترسره کیږي دا وار په کې د نهو هیوادونو څخه د ملگرو ملتونو سازمان کوماندویان د هغو له جملې څخه د بریتانیا، فرانسې، یونان او فیليپین ځواکونه گډون لري.

د شمالي کوریا د کروز توغندي آزموېنه

شمالي کوریا دغه د روټین مطابق مانورې تحریک کوونکی اقدام بللی دی او له یوې جنگي بیړۍ څخه یې د کروز توغندي په توغولو سره غبرگون ښودلی دی.

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس KCNA خبرداری ورکړی دی چې د شمالي کوریا رهبرکیم جونگ اون له دې توغندیزې آزموېنې څخه نظارت کړی دی.

د دې آزموېنې هدف د جنگي بیړیو کنترول او په واقعي جنگونو کې د کښتیو تعرضي وړتیاو ته وده ورکول اعلان شوي دي.

شمالي کوریا په وار وار پر امریکا او سویلي کوریا تور لگولی دی چې د مانورو په ترسره کولو سره ځان یوه برید ته تیاروي، خو سویل او واشنگټن دغه موضوع رد کړې ده.

د ملگرو ملتونو سازمان پریکړه لیک د بالستیک توغندیو آزمایل چې د اټومي سرگولولو د لیږد توان لري د شمالي کوریا له پاره منع کړي دي. خو د کروز توغندیو آزمویل د شمالي کوریا په تحریم کې نه دی شامل.

خو له دغو توغندیو څخه کیدای شي د اټومي سرگولولو د لیږد له پاره هم کار واخیستل شي.

تیر کال او سږ کال پیونگ یانگ د یو لړ بې سارې توغندیزو آزموېنو په ترڅ کې څو توغندي او له لیري کنترولیدونکو توغندیو آزموېنه ترسره کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب