1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيشمالي کوریا

شمالي کوریا سمندري پولې ته څیرمه د توپخانې ۲۰۰ مرمۍ توغولي

۱۴۰۲ دی ۱۵, جمعه

د شمالي کوریا له خوا د سویلي کوریا سمندري پولې ته نږدې د توپ مرمیو له لګیدو وروسته په جنوب کې د دوو ټاپوګانو اوسیدونکو ته امر شوی چې د خوندي ځایونو په لټه کې شي. سویلي کوریا د ملکي یا پوځي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/4auNk
Nordkorea feuerte mehr als 200 Artilleriegeschosse in der Nähe zweier südkoreanischer Inseln ab
انځور: Jung Yeon-je/AFP

د سویلي کوریا په پلازمېنه سئول کې د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې شمالي کوریا د جمعې په ورځ تر ۲۰۰ ډیر د توپ مرمۍ د سویلي کوریا دوو ټاپوګانو ته نږدې د سمندر پر لور توغولي دي او دغه ګاونډي هیواد ته یي خبرداری ورکړی دی چې دغه اقدام به یې بې ځوابه پری نږدي.

د سویلي کوریا پوځ ویلي دي سمندري پولې ته نږدې دغو مرمیو تلفات یا زیان  نه دی اړولی. د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو ویاند لي سونګ جون، وویل: «دغه اقدام تحریک کوونکی دی چې تشنج زیاتوي او په کوریا ټاپو کې سوله ګواښي.» 

د هغه په وینا د یون پیونګ او بانګنیونګ ټاپوګانو اوسیدونکو ته د سیمې تخلیه کولو او خوندي ځانونونو کې د سرپناه لټولو امر ترلاسه کړی دی او دا ځکه چې سویلي کوریا د دې اقدام په غبرګون کې سمندري مانورې پلان کړي دي. په دغه سیمه کې د کښتۍ چلونې خدمات هم ځنډول شوي دي.

د سویلي کوریا دفاع وزارت دا نه تائیدوي چې آیا د تخلیه کولو دغه امر د شمالي کوریا له خوا د توپ مرمیود فیر کیدو له کبله ورکړل شوی او که د سویلي کوریا د پوځي مانورو په دلیل.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله چارواکو د یون پیونګ اوسیدونکو ته چې تر ۲۰۰۰ ډیر کسان دي، ویلي دي چې د تخلیه کولو امر «یو احتیاطي اقدام» دی.

په بانګنیونګ ټاپو کې چې ۴۹۰۰ اوسیدونکي لري، یوه سیمه ایز چارواکي ویلي دي چې دغه امر د پوځي تمرینونو پروګرام له کبله صادر شوی دی.

چین له زغم څخه د کار اخیستو غوښتنه کړې ده

چین پر دواړو خواو له زغم څخه د کار اخیستنې غوښتنه کړې ده او له سئول او پیونګ یانګ څخه یي غوښتي دي «څو له هغو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې تشنج زیاتوي او د معنا لرونکو خبرو اترو د بیا پیلیدو په خاطر دې د شرایطو رامنځته کولو له پاره کوښښ وکړي.»

 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین خبریالانو ته وویل چې پيکنګ «د کوریا نیمه ټاپو په وضعیت کې تحولات او تغیرات په جدي ډول څاري.» نوموړي زیاته کړه: «چین د نیمه ټاپو د ګاونډي په توګه په پرله پسې ډول هلته د سولې او ثبات د ساتنې او د خبرو اترو او مشورو له لارې د مسائلو د حلولو ملاتړ کړی دی».

د شمال او جنوب ترمنځ د تشنج زیاتیدل

وروستۍ پيښې د پيونګ یانګ او سئول ترمنځ تشنج زیات کړی دی. د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون، د پوځي وسلو د هغو له جملې څخه د اټومي وړتیاو له زیاتولو څخه خبرداری ورکړی دی چې کیدای شي «هره شیبه له سویلي کوریا سره نښته پیل» شي.

تیر کال پیونګ یانګ د «آی سي بي ام» څو بین البراعظمي بالستیک توغندي وآزمایل او همدارنګه یوه جاسوسي کوونکي سپوږمکۍ یې فضاء ته واستوله.

د جمعې په ورځ د شمالي کوریا رسنیو رپوټ ورکړ چې د شمالي کوریا رهبر له دښمن سره د مخامخ کیدو له پاره د تیاریدو غوښتنه کړې ده. په تیرو وختونو کې سویلي کوریا د امنیتي تدابیرو په زیاتولو او همدارنګه له خپل متحد امریکا سره په ګډه د پوځي مانورونو په ترسره کولو سره د خپل ګاوندي د اقدام په مقابل کې ځواب ویلی دی.

تیره میاشت امریکا متحده ایالاتو د سویلي کوریا په بوسان ښار کې یو اټومي اوبتل ځای پرځای کړ او له سئول او توکیو سره په ګډه یي هوایي مانورونه ترسره کړي. شمالي کوریا له دې اقدام څخه د «اټومي جګړې له پاره د قصدي تحریک کوونکو حرکتونو» په توګه نیوکه وکړه.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر