1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي کوریا

امریکا او جنوبي کوریا د اټومي وسلو پر تمريناتو بحث کوي

۱۴۰۱ دی ۱۲, دوشنبه

د سویلي کوریا ولسمشر ویلي چې هیواد یي له امریکا سره د اټومي وسلو د استعمالولو پر ګډې طرحې او مانورو غور کوي. دا خبره په داسې یو وخت کې کیږي چې په سیمه کې کړکېچ مخ پر زیاتیدو دی.

https://p.dw.com/p/4Ldfs
Gemeinsame Militärübung der USA und Südkorea
انځور: Defense Ministry/ZUMAPRESS/picture alliance

د سویلي کوریا ولسمشر یون سک یول، ویلي دي چې سیول او واشنګټن د اټومو وسلو د مانورو پر یوې ګډې طرحې او خبرې کوي. نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ له یوه سیمه ایز اخبار سره په مرکه کې کړي دي.

یون سک یول ویلي: «اټومي وسلې د امریکا دي، خو پلانول، د معلوماتو تبادله، مانورې او ترتیب یې باید سویلي کوریا او امریکا په ګډه وکړي.» هغه دا هم وویل چې د هغه په نظر امریکا هم په دې هکله ډېر مثبت نظر لري.

امریکا: شمالي کوریا د روسیې پر کرایي پوځ وسلې پلورلي

د سویلي کوریا ولسمشر وویل چې د دې پلان جوړونې او مانورو هدف، د امریکا د «توسعې محدودولو» پروګرام لا زیات اغیزمنول او پر خپلو متحدینو د بریدونو د مخنیوي په خاطر د امریکايي پوځ د وړتیاو زیاتول دي.

د شمالي کوریا ګواښ او خطر

دا خبر د سویلي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا له خوا مخ پر ډیریدونکي خطر په پام کې نیولو سره کړې ده. خو هغه وویل چې د اټومي وسلو د خپریدو د مخنیوي تړون پر خپل ځای ساتل اوس هم اړین دی.

باید وویل شي چې د یون سک یول، واک ته تر رسیدو وروسته د دواړو ګاونډیو هیوادونو اړیکې لا زیاتې کړکیچنې شوي دي.

په سیول کې امریکايي جنګي الوتکې د پوځي مانورو په حال کې لیدل کیږي
په سیول کې امریکايي جنګي الوتکې د پوځي مانورو په حال کې لیدل کیږيانځور: South Korean Defence Ministry/AFP

تر دې یوه ورځ مخکې د شمالي کوریا ولسمشر له خپل پوځ څخه د بین البراعظمي بالستیک توغندیو (ICBM) د جوړولو غوښتنه کړې وه، څو له سویلي کوریا او امریکا سره د مقابلې په خاطر خپلې اټومي وسلې زیاتې کړای شي.

تیره اونۍ کیم جونګ اون، د واکمن کارګر ګوند په غونډه کې د پوځي موخو د اعلانولو په ترڅ کې وویل چې سویلي کوریا اوس د شمالي کوریا «بې له شکه دښمن» جوړ شوی دی.

د یکشنبې په ورځ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه شمالي کوریا خپل په ختیځ ساحل کې د لنډ واټن یو بالستیک توغندې هم فیر کړی و، په داسې حال کې چې تر دې یوه ورځ مخکې یي دری بالستیک توغندي توغولي ول.

د شمالي کوریا رهبر د اټومي وسلو د چټکي پراختیا غوښتنه کړې

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د ټولو بندیزونو په له پامه غورځولو سره په ۲۰۲۲م کال کې نږدې هره میاشت د وسلو آزموېنې ترسره کړي دي. د کرونا ویروس دور تر وقفې وروسته سویلي کوریا هم له امریکا سره په خپلو ګډو تمرینونو کې زیاتوالی رامنځته کړ.

اوس سیول او واشنګټن په دې نظر دي چې پیونګ یانګ اوس د خپلې اوومې اټومي آزموېنې له پاره تیاری نیسي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز