1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيشمالي کوریا

شمالي کوریا: امریکا جنوبي کوریا اټومي جنګ ته ټیل وهي

۱۴۰۲ فروردین ۱۷, پنجشنبه

د پیونګ یانګ د ویاند په توګه یوې مشهورې رسنیزې ادارې ویلي دي چې اوس په کوريا ټاپو کې رواني ګډي پوځي مانورې تشنج لا پسې زیاتوي. شمالي کوریا خپل د توغندیو د ازموېنې فعالیتونه په دې وروستیو کې ګړندې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4PmYd
Südkorea | Militärübung Freedom Shield
د سویلي کوریا او امریکا ګډ پوځي تمرینونهانځور: Jung Yeon-je/AFP/Getty Images

شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ پر امریکا او سویلي کوریا تور ولګاوه چې دغه دواړه هیوادونه د ګډو پوځي مانورو په ترسره کولو سره، کوریا ټاپو د یوې اټومي جګړې پر لور ور ټیل وهي.

«د شمالي کوریا په اټومي تاسیساتو کې پراخ فعالیتونه لیدل شوي»

د پیونګ یانګ د ویاند په توګه کار کوونکي رسنۍ «سي این ای» یوه تبصره خپره کړې ده. په هغې کې ویل شوي دي چې اوس مهال روان پوځي تمرينونه کړکېچ زیاتوي.

سي این ای شبکې تبصره کوونکی چوی جو هون، د نړیوالو امنیتي چارو شنونکی معرفي کړی دی. چوی جون هون، دغو تمرینونو ته «د ټاپویې کوریا وضعیت د ننګونې پر لور وړونکی یو محرک» بللې دي. نوموړي د شمالي کوریا له لورې «د غچ اخیستونکو عملیاتو» خبرداری ورکړ.

په تبصره کې لیکل شوي دي: «د شمالي کوریا پر ضد د امریکا او د هغې د پیروانو د نظامي تقابل جنون، د کوریا ټاپو وضعیت د یوه بیرته نه را ګرځیدونکي تباهۍ... او اټومي جنګ خولې ته ور وړي.»

په کوریا ټاپو کې مخ پر زیاتیدونکی کړکېچ

امریکا متحده ایالاتو او سویلي کوریا په مارچ میاشت کې د پسرلنیو پوځي تمرینونو لړۍ پيل کړه، په کوم کې چې په تیرو پنځو کلونو کې په دا ډول تمرينونو کې د لومړي ځل له پاره په پراخه پيمانه د وچې او اوبو په جنګونو کې د کښیناستلو تمرینونه شامل دي. شمالي کوریا پر دغو مانورو د شدید انتقاد کولو ترڅنګ دا د حملې کولو تمرین بللی دی.

د پنجشنبې په ورځ خپاره شوې دې تبصره کې لیکل شوي دي: «مانورو د کوريا ټاپو د باروتو په شاجور بدل کړی دی، کوم چې هره شیبه انفجار کولای شي.«

دا پوځي تمرینونه، د شمالي کوریا له لوري د توغندویو د آزموېنو د فعالیتونو تر ګړندي کولو یو کال دمې وروسته شوې دي.

شمالي کوریا یو ځل بیا د بالستیک توغندیو ازموینه کړې

په ۲۰۲۲م کال کې پيونګ یانګ تر ۷۰ د ډیرو توغندیو آزموېنه ترسره کړه. سږ کال شمالي کوریا د ۱۰ بیلابیلو آزموېنو په ترڅ کې ۲۰ کروز او بالستیک توغندي آزموېلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز