1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلنسکي: د اوکراین ماته کیدای شي د نړیوالې جګړې پیلامه وي

۱۴۰۲ شهریور ۲۷, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې په درشل کې د پوتین له خوا د دریمې نړیوالې جګړې رامنځته کیدو له کبله خبرداری ورکړ. په ورته وخت کې پر مسکو او کریمیا د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډیر شوي دي.

https://p.dw.com/p/4WT2a
Krim Plattform Ukraine Kyiv, Volodymyr Selensky
انځور: via REUTERS

د اوکراینولسمشر ولادیمیر زیلنسکي، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلۍ غونډې دایریدو په درشل کې له «سي بي اس» امریکایي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ولادیمیر پوتین له هیټلر سره پرتله کړ او د هغه له خوا یې د دریمې نړیوالې جګړې رامنځته کیدو خبرداری ورکړ.

نوموړي د دې شبکې په ۶۰ دقیقه یي خپرونه کې وویل چې د روسیې ټولنې هغه درناوی چې په نړۍ کې یې درلود له لاسه ورکړی دی: «هغوي هغه [پوتین] انتخاب او بیا یي انتخاب کړ او په دې توګه یې یو دویم هیټلر وروزه.» زیلنسکي زیاته کړه چې وخت بیرته پر شا نه شي راګرځولی، البته کولی شي د پوتین مخه ونیسي.

د اوکراین ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې پوښتنه وکړه چې که هیواد یې ماته وخوري، په لسو نورو کلونو کې به څه پيښ شي؟ هغه وویل چې که روسان پولنډ ته ورسیږي، دریمه نړیواله جګړه به پیل شي او په همدې دلیل ټوله نړۍ باید تصمیم ونیسي چې آیا پوتین باید ماته وخوري او یا دا چې نړۍ یوه بله نړیواله جګړه غواړي.

زیلنسکي نن دوشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون کولو له پاره نیویارک ته رسییږي. د ملګرو ملتونو عمومي غونده سبا پیلیږي او یوه اونۍ به دوام وکړي. په دې غونډه کې تر ۱۴۰ د ډیرو هیوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي ګډون کوي.

پر مسکو او کریمیا د اوکراین د بې پيلوټه الوتکو بریدونه

مسکو اعلان کړی دی چې د یکشنبې شپه (د سپټمبر میاشتې ۱۷ نیټه) د اوکراین څو بې پيلوټه الوتکې یې را نسکورې کړې دي. د دې رپوټ پر بنسټ لږ تر لږه شپږ بې پیلوټه الوتکې د کریمیا په ساحل کې او دوه د مسکو په فضا کې را نسکورې کړای شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت د دغو بې پيلوټه الوتکو د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویلي. نوموړي وزارت دغه بریدونه پلان شوي بللي او ویلې یې دي چې دغو بې پیلوټه الوتکو د اوکراین له ختیځ او شمال ختیځ څخه پروازونه کړي دي.

د روسیې خبري آژانس «تاس» د رپوټ په حواله پر مسکو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د مسکو په درو لویو هوایي ډګرونو کې د پروازونو د ځنډیدو باعث شوي دي. د مسکو ښاروال همدارنګه خبر ورکړی دی چې د یکشنبې په سهار د مسکو د ایسترا په سیمه کې یوه بې پیلوټه الوتکه په نښه کړای شوه او وروسته له هغې یو بل اوکرایني ډرون د رامنسکي په فضا کې را نسکور کړای شو.

په ورته وخت کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د اوکراین په شمال ختیځ کې په خارکیف کې د ټانکونو یوه کارخانه چې اوکرایني ویجاړ شوي ټانکونه په کې ترمیم کیدل د روسي توغندیو په وسیله په نښه کړای شوې ده.

مخکې تر دې د اوکراین د دې سیمې نظامي سرپرست په تلګرام کې ویلي وو چې پر یوه شرکت څلور توغندي لګیدلي دي او اورلګیدنه په کې رامنځته شوې ده.

د اوکراین توپخانه یې بریدونه

روسي چارواکو همدارنګه پر اوبلاست د اوکراین د توپخانه یي یا توپچي بریدونو خبر ورکړی دی او ویلي یي دي چې د دغو بریدونو په پایله کې پنځه تنه وژل شوي دي.

همدارنګه په کیروف او کویبیشووسکي سیمو کې پنځه تنه وژل شوي او په سوئت لودارسک کې یوه ښځه ټپي شوې ده. دغه خبرونه د دې اشغال شوي سیمې د قوماندان چې د روسیې له خوا ټاکل شوی دی په خپل تلګرام شبکه کې لیکلي دي.

څو میاشتې کیږي چې اوکرایند روسیې پر ښارونو بریدونه پیل کړي دي. په اوس وخت کې د کیف یوه له مهمو موخو څخه يوه یې د کریمیا ټاپو بیرته نیول دي چې په ۲۰۱۴م کال کې د روسیې له خوا اشغال شوې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص