1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين وايي هره ورځ زر تنه په پوځ کې نوم ليکنه کوي

۱۴۰۲ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

د روسیې ولسمشر ويلي دي چې په تېر نیمایي کال کې څه نا څه ۲۷۰ زرو کسان په داوطلبه توګه په پوځ کې شامل شوي دي. په دې منځ کې د آلمان صدراعظم ويلي دي چې د اوکراین شخړې سوله ایز حل ډېر وخت او زيار ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/4WFZL
 په سرتيرۍ مکلف کسان د دندې له پاره له روسي ځواکونو سره يوځای کيږي
روسيه: په سرتيرۍ مکلف کسان د دندې له پاره له روسي ځواکونو سره يوځای کيږيانځور: Donat Sorokin/TASS/dpa/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین، د سې شنبې په ورځ وويل چې هره ورځ د زرو او ۱۵۰۰ ترمنځ روسي وګړي په داوطلبانه توګه په پوځ کې د شامليدو له پاره قراردادونه لاسليک کوي.

پوتین دا څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې آیا روسیه به په اوکراين کې د خپل پوځي ځواک د پياوړي کولو په موخه د سرتيرۍ د مکلفيت نوې کمپاين پر لاره واچوي که څنګه؟ دا هغه څه دي چې کریملن یې اړتیا په څو ځلي رد کړې ده.

پوتین د روسیې په ختیځ کې په يوه اقتصادي غونډه کې وويل چې په تېرو شپږو يا اوه میاشتو کې ۲۷۰ زرو کسانو په خپله خوښه په پوځ کې د شامليدو له پاره نوم ليکنه کړې ده.

خو دا شميرې په خپلواکه توګه نه شي تائيدلای.

د روانې میاشتې په سر کې د روسیې د امنيتي کمیټې مرستيال مشر او پخواني ولسمشر ديمتري مدويديف، ويلي ول چې د کال له پېل راهېسې تقريباً ۲۸۰ زرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د اوکراین شخړې سوله ایز حل ډېر وخت او زيار ته اړتیا لري

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، په اوکراين کې د روسیې د جګړې ژر او سوله ایز حل ته تمې راکمې کړي دي.

شولڅ وويل چې که څه هم اوس د دې امکان شته چې مهم شريک هېوادونه د خبرو اترو ميز ته راوستل شي څو د يوه سوله ایز حل اصولو د پرمخ بیولو له پاره په ګډه کار وکړي.

نوموړي دا څرګندونې په برلين کې د سان ايګيدو نړيوالې کاتوليکي ټولنې غونډې ته د خبرو پر مهال وکړې.

نوموړي د دې په زياتولو سره چې د سولې له پاره هلې ځلې صبر ته اړتيا لري، وويل: «دا وخت او زیار ته اړتيا لري، وخت چې موږ یې نه لرو ځکه روسيې په اوکراين کې بمبارۍ، شکنجې او وژلو ته ادامه ورکړې ده.»

شولڅ په دې ترڅ کې يو ځل بيا اوکراين ته د آلمان د وسلو له ورکړې څخه دفاع وکړه. هغه وويل: «موږ به له اوکراين سره د ځان څخه د دفاع په حق کې تر هغه مرسته وکړو چې اړتيا یې وي.»

شولڅ ټینګار وکړ: «زما په آند دا نه يوازې په سياسي او ستراتيژيکي توګه اړين کار دی بلکې د سولې د اخلاقو له پلوه هم ضروري دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي کوریا پوځ او د روسیې دولتي رسنیو ویلي دي چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سه شنبې په ورځ روسیې ته رسېدلی او تمه ده چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.  شنونکي په دې آند دي چې په دې ليدنه کتنه کې به ښايي پوتین له کيم څخه د توپونو د مهماتو او ټانک ضد توغنديو غوښتنه وکړي.

زموږ له آرشيف څخه: