1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین د روسیې له ۳۲ څخه ۲۵ ډرونونه را نسکور کړي

۱۴۰۲ شهریور ۱۹, یکشنبه

د اوکرایني سرچینو په حواله روسیې د ایران ساخت ۳۲ بې پیلوټه الوتکو سره پر اوکراین برید وکړ چې ۲۵ یې را نسکور شوي. مسکو هم ادعا کوي چې څو اوکراینې ډرونونه او وړې کښتۍ یې لمنځه وړي چې غوښتل یې پر کریمیا ټاپو برید وکړي.

https://p.dw.com/p/4WAJ0
Ukraine Drohnenangriff auf Kiew
انځور: REUTERS

په داسې وخت کې چې اوکراینيځواکونه د روسي اشغالگرو په ځوابي حملو کې لاسته راوړنې لري، د اوکراین پر لویو ښارونو او د استوگنې پر سیمو د روسیې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه ډیر شوي دي.

د اوکراین د پلازمېنې د نظامي ادارې رئیس سرهي پوپکو، د یکشنبې په ورځ په خپل تلگرام کې ولیکل چې روسیې په ایران کې جوړ له ۳۲ شاهد بې پیلوټه الوتکو سره د اوکراین پر مختلفو سیمو بریدونه کړي دي. هغه وایي چې د اکثرو دغو بریدونو هدف د کیف ښار او شاوخوا سیمې وې. پوپکو وویل چې د هوایي دفاع سیستم له دې ډلې څخه ۲۵ یې را نسکورې کړي دي.

پر اوکراین د روسیې د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه د اوکرایني ځواکونو له خوا په جون میاشت کې د ځوابي حملو تر پیلیدو وروسته زیات شوي دي.

پر ایران نسل وژنه کې د شریک کیدو تور

روسیه پر اوکراین پوځي تیري کې په پراخه پیمانه د ایران ساخت لهبې پيلوټه الوتکو، په ځانگړي توگه له شاهد ۱۳۶ ډوله ډرونونو څخه استفاده کوي. ظاهراً ټاکل شوې ده چې دغه بې پیلوټه الوتکې مسکو ته نږدې یوه کارخانه کې د ایران په مشارکت سره په پراخه پیمانه مونثاژ او تولید شي.

خو د ډیر شمیر شواهدو سربیره ایران په پرله پسې ډول د اوکراین پر وړاندې جگړه کې د استفادې له پاره روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو ادعا ردوي. امریکا په تازگۍ سره اعلان کړی دی چې د دې موضوع په اړه شواهد یې د اوکراین په اختیار کې ورکړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي تیر کال امریکا متحده ایالاتو ته د خپل سفر په ترڅ کې ایران روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو په ورکولو او په اوکراین کې په نسل وژنه کې مشارکت کولو تورن کړی وو.

د ډرونونو او کښتیو د لمنځه وړلو ادعا

په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت هم د یکشنبې په ورځ ادعا کړې چې د اوکراین د سمندري ځواکونو څو وړې کښتۍ او بې پیلوټه الوتکې یې چې پر کریمیا ټاپو د برید کولو اراده درلوده، ویجاړې کړې دي.

نوموړي وزارت ادعا کړې چې په توره بحیره کې د روسي جنگي بیړیو د «ویلارد» ډول دری چټکې پوځې کوچنۍ کښتۍ چې امریکا اوکراین ته ورکړې وې، د مار ټاپو په شمال ختیځ کې په نښه کړي دي. کیف تر اوسه پورې دغه ادعاوې نه دي تائید کړي.

روسي سرچینو همدارنگه ویلي دي چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو اووه بې پیلوټه الوتکې یې لمنځه وړي دي. د دغو ادعاو ريښتینوالی تر اوسه پورې د مستقلو سرچینو له خوا نه دی تائید شوی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص