1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زيلنسکي: ۱۶۰جنګي الوتکو ته اړتیا لرو

۱۴۰۲ شهریور ۱۰, جمعه

داوکراین ملاتړو هیوادونو تراوسه کیف ته د ۶۰جنګي الوتکو د ورکړي پرېکړه کړې ده، خو زيلنسکي وايي، دغه شمېر بسنه نه کوي. اوکراین د بریتانیا د وسلو له یو لوی تولیدونکي شرکت سره په ګډه د جنګي وسایلو جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

https://p.dw.com/p/4Vq4o
اوکراین | ولادیمیر زیلینسکي په جنګي الوتکه کې
اوکراین | ولادیمیر زیلینسکي په جنګي الوتکه کېانځور: Ukrainian Presidentia/Planet Pix via ZUMA Press/picture alliance

اوکراین له مخکي څخه ټینګار کوي چي د یرغلګري روسیې سره د ګټوري مقابلې او د نیول سویو سیمو د بیرته ازادولو له پاره د لوېديځ پرمختللو وسلو او جنګي الوتکو ته اړتیا لري.

تر اوسه د اوکراین ملاتړو هیوادونو د ۶۰ جنګي الوتکو د ورکړي پرېکړه کړې او په دې وروستیو کي امریکا هم دغه هیواد ته د ډنمارک او هالنډ هیوادونو له پوځي زېرمو څخه د ځینو جنګي اف ۱۶ الوتکو د ورکولو اجازه ورکړې ده.

اړوند: روسيه وایي پر شپږو سيمو یې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه شوي

دا په داسي حال کي ده، چي ولادیمیر زيلنسکي د پنجشنبې په ورځ د پرتګال له سراسري ټلویزیون سره په مرکه کي ټینګار کړی دی چي اوکراین د یو غښتلي هوايي ځواک له پاره په ټولیز ډول ۱۶۰جنګي الوتکو ته اړتیا لري.

پرمختللو جنګي امریکايي الوتکو ته انتظار

د اوکراین ولسمشر وايي، د روسيې د یرغل سره د مقابلې او د هوايي بریدونو له منځه وړولو له پاره يې دغو الوتکو ته اړتیا ده. 

د زيلنسکي په خبره تر اوسه له ۵۰ څخه تر ۶۰ ا ف ۱۶ جنګي الوتکو پوري د ورکړي ژمنه ورسره سوې ده.

د اوکراین د هوايي ځواک ویاند پرون د ۱۲۸جنګي امریکايي الوتکو د اړتیا یادونه کړې وه.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

په همدې حال کي د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین «له اوکراین سره د تماس ډله» د یوې بلي ناستي له پاره د المان د رامشټاین هوايي اډې ته دعوت کړې ده.

زموږ یوټیوب پاڼه

کوم وخت، چي روسيې پر اوکراین یرغل وکړ، نو له اوکراین سره د نظامي مرستو د همږغۍ په موخه دغه ډله جوړه سوه.

په رامشټاین کي د اوکراین د ملاتړو پنځمه غونډه

رامشټاین د امریکا متحده ایالاتو یوه تر ټولو لویه بهرنۍ هوايي اډه ده، د دې اډې مشر اعلان وکړ، چي د تماس ډلي پنځمه غونډه به د سپتمبر میاشتي پر ۱۹نېټه جوړیږي.

د یادي ډلي په نورو ناستو کي د یوشمېر هیوادونو لکه المان او بریتانیا دفاع وزیرانو ترڅنګ یوشمیر د نظامي او دفاعي چارو مهم چارواکي، چي د ناټو غړي نه دي هم شرکت کړی دی.

اړوند: هالند او دنمارک اوکراین ته اف-۱۶ جنګي جېت ورکوي

اوکراین د روسيې له یرغل څخه ترمخه لا غوښتل، چي دشمالي آتلانتیک له تړون سره یوځای سي.

د مسکو له حساسیت سره بیاهم د ناټو یوشمیر غړي هیوادونه غواړي، چي کیف د دغه تړون غړی سي، خو هغه هیوادونه چي په جګړه بوخت وي نه سي کولای، چي په دې تړون کي ور ګډ سي.

د اوکراین پوځ وايي چي ځواکونو يې په زاپروږيا سيمه کي د نیول سویو سیمو په دفاعي خطونو کي ځینی پرمختګونه کړي دي.

د متحده ایالاتو هوایی ځواک C17 Globemaster
د متحده ایالاتو هوایی ځواک C17 Globemasterانځور: Daniel Kubirski/dpa/picture alliance

د اوکراین نظامي قومندانۍ په کیف کي اعلان کړي دی چي سرتیري يې د روبیته ښار په سویل کي خپل سنګرونه ټینګ کړي او د نژدې سیمو خواته د پرمختګ په حال کي دي.

د یوشمیر ناتائید سویو خبرونو له مخي، د اوکراین وسله وال ځواکونه د ژاپروږيا په بربوف سیمه کي پرمختګ کړی او د یرغلګري روسیې بریدونه يې پر شا تمبولي دي.

تسلیحاتي تړون

اوکراین پنجشنبه د بریتانیا د دفاعي او هوايي صنعتي شرکت «BAE Systems » سره په ګډه د وسلو جوړولو یو تړون لاسلیک کړ.

دا د اروپا په کچه تر ټولو لوی نظامي صنعتي شرکت ګڼل کیږي او پروسږکال يې د ۲۳میلیارډ یورو په ګټلو سره د وسلو د تولیدونکو شرکتونو په لیکه کي په نړيواله کچه اووم مقام خپل کړ.

اوکراین ته به اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکړل شي؟

زيلنسکي په کیف کي د یاد شرکت له مسؤلانو سره په جوړو سیمو مراسمو کي ټینګار وکړ، چي همدااوس د یاد شرکت له جوړو سویو وسلو څخه په اوکراین کي ګټه اخیستله کیږي.

د اوکراین پرضد د ايران جوړ بې پيلوټه الوتکي

د اوکراین د باندنیو چارو وزیر دمیتري کوليبا د ناټو غړو له باندنیو چارو وزیرانو سره د لیدني پرمهال ټینګار وکړی، چي هیواد يې د روسیې د یرغل پر وړاندي وسلو او مهماتو ته ډېره اړتیا لري.

نوموړي د ناټو غړو هیوادونو څخه وغوښتله چي په روسیه کي د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د تولید د ګډوډولو له پاره، د بندیزونو د مخنیوي په وړاندي مبارزه چټکه کړې ده.

د شواهدو له مخي له تیرو میاشتو راهیسي روسیه پر اوکراین د هوايي بریدونو پرمهال د ايران جوړ بې پيلوټه بریدګرو ۱۳۶شاهد الوتکو څخه ګټه اخلي او په دې اړه هڅه کوي چي د یادو الوتکه ګډ تولید مسکو ته په نژدې کارځایونو کي شروع کړي.

اړوند: اوکرايني ډرون په کرچ تنګي کې د روسيې د نفتي موادو کښتۍ ويشتلې

ایران په وارو وار دا خبره رد کړې چي ګويا د دوی جوړي سوي جنګي بې پیلوټه الوتکي دي روسیې ته په اوکراین کي د جګړې له پاره ورکړل سوي وي، خو امریکا په دې نژدې وخت کي اعلان کړی دی چي تازه يې داسي اسناد، چي یاده موضوع پکښي روښانه سوې کیف ته وړاندي کړې ده.

د مسکو په هوايي ډګر کي د بې پيلوټه الوتکو په سبب ګډوډي

په دې وروستیو اونیو کي د اوکراین له خوا پر روسيې د بې پیلوټو الوتکو بریدونه ډېر سوي دي. تقریباً هره ورځ مسکو له داسي  بریدونه سره مخامخ او د هوايي ډګرونو کارونه يې ځنډیږي.

اړوند: 

پوهه: ډرون څرنګه په سایبري جګړه کې له اوکراین سره مرسته کوي؟

د مسکو ښاروال سرګي سابیانین د پنجشنبې په ورځ پر خپل تلګرامي چینل ادعا وکړه چي د پلازمېني پر فضا يې د «دښمن ډرون» ویجاړ کړی دی.

د ده په خبره، لومړني معلومات ښيي چی دغه برید ځاني او مالي تاوان نه درلود، خو د ځینو رسنیو د راپورونو له مخي د بې پيلوټه الوتکي دغه برید د مسکو په هوايي ډګر کي د الوتکو ناستي او الوتني د لنډ وخت له پاره ځنډولي وې. 

زموږ فېسبوک پاڼه

روسي سرچینو د چهارشنبې په ورځ ومنله چي د روسیې په شمال لوېدیځ د پسکوف په ښار کي د بې پيلوټه الوتکي برید یوشمیر نظامي الوتکو ته تاوان رسولی دی.

نژدې لس ورځي ترمخه هم د اوکراین یوې بې پيلوټه الوتکي د سن پیترسبورګ په سویل کي د سولتس هوايي اډه کي د روسیې یوه الوتکه ویجاړه کړې وه.