1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

د شمالي کوریا مشر روسیې ته ورسید

۱۴۰۲ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

شنونکي په دې باور دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به له شمالي کوریا څخه د اوکراین د جګړې لپاره د توپچي مهماتو غوښتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/4WEm8
آرشیف: د شمالي کوریا د مشر انځور
آرشیف: د شمالي کوریا د مشر انځورانځور: Korean Central News Agency/Korea News Service/AP/picture alliance

شنونکي په دې باور دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به له شمالي کوریا څخه د اوکراین د جګړې لپاره د توپچي مهماتو او د ټانک ضد توغندیو غوښتنه وکړي. په پام کې ده چې دواړه مشران په ولادیوستوک کې سره وګوري.

د جنوبي کوریا پوځ او د روسیې دولتي رسنیو ویلي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سه شنبې په ورځ روسیې ته رسېدلی او تمه ده چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

سیول وویل: »د ملي دفاع وزارت باور لري چې کیم جونګ اون نن سهار په یوه شخصي اورګاډي کې روسیې ته ننوتلی دی.«

د شمالي کوریاد دولتي خبري آژانس په وینا، کیم د یکشنبې په ورځ پهپیونګ یانګ کې په خپل زغره وال اورګاډي کې سپاره شو.

د راپورونو له مخې، په دغه سفر کې له کیم سره د واکمن ګوند یو شمېر غړي، چې هویت یې نه دی څرګند شوی او یوشمیر پوځيان هم شامل دي. رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې هغه خپل ریل ګاډی د خاسان په سیمه کې د روسیې په سرحدي سټیشن کې له ځایي چارواکو سره د لیدو لپاره پریښود.

د روسیې ریانوستی خبري آژانس وروسته له هغه عکسونه خپاره کړل چې د کیم جونګ اون ریل ګاډي ته په سیمه کې د یوه د روسیې لوکوموتیف لخوا بدرګه کیږي.

د دې غونډې په اجنډا کې څه دي؟

دا د کوویډ۱۹ وبا وروسته د کیم جونګ اون لومړنی بهرنی سفر دی، هغه مخکې د کرونا له کبله دې ته اړ شوې وو چې د خپل هیواد پر پولو محدودیت زیات کړي.

د دې غونډې یو احتمالي ځای ممکن د روسیې په ختیځ کې د ولادیوستوک ښار وي. پوتین د دوشنبې په ورځ ولادیوستوک ته ورسید چې په ختیځ اقتصادي فورم کې ګډون وکړي او دا غونډه به تر چهارشنبې پورې دوام کوي.

د کیم جون اون اورګاډی
د کیم جون اون اورګاډیانځور: RTTV/UPI Photo/Newscom/picture alliance

شنونکي، او همدارنګه امریکایي چارواکي په دې باور دي چې دا غونډه د پوتین لپاره یو فرصت کیدی شي چې له شمالي کوریا څخه د توپونو مرمۍ او د ټانک ضد توغندیو غوښتنه وکړي ترڅو د اوکراین پر وړاندې ېې په جګړه کې وکاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر، خبریالانو ته وویل، له هغه وخته چې ولادیمیر پوتین په نړیواله کچه د منزوي شوې مشر سره د لیدو لپاره پر اوږده لار راوتلې نو هغه به هرو مرو د مرستې غوښتنه وکړي.

برعکس، کیم جونګ اون د سپوږمکۍ سیسټم او اټومي اوبتلونو لپاره د پرمختللي ټیکنالوژۍ په لټه کې دی، او همدارنګه د خپل بې وزله هیواد لپاره د خوراکي توکو د مرستې.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې پوتین او کیم ممکن د اړتیا په صورت کې یواځې سره وویني.

هغه وويل: »لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، د شمالي کوریا په ګډون زموږ له ګاونډیانو سره په اړیکو کې موږ ته د دواړو هیوادونو ګټې مهمې دي، نه د واشنګټن خبرداری.« هغه زیاته کړه: »هغه څه چې موږ پرې تمرکز کوو د دواړو هیوادونو ګټې دي.«