1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د ولسمشر مړینې ته چا غبرګون ښوولی؟

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د یکشنبې په ورځ د څرخي الوتکې د لویدو په پیښه کې مړ شو. د هغه مړینې ته د طالبانو په ګډون ډېرو ډلو او هیوادونو غبرګون ښوولی دی. چا څه ویلي دي؟

https://p.dw.com/p/4g4Xc
په مسکو کې د ایران د سفارت مخې ته ایښودل شوی انڅور.
په مسکو کې د ایران د سفارت مخې ته ایښودل شوی انڅور.انځور: Maxim Shemetov/REUTERS

د ولسمشر ابراهیم رئیسې، د بهرنیو چارو وزیر او يو شمېر نور ایراني چارواکي د یکشنبې په ورځ د څرخي الوتکې د سقوط په پېښه کې ووژل شول. پلټونکي تر ساعتونو وروسته د الوتکې په موندلو وتوانیدل او تر هغه وروسته ایران په رسمي توګه د رئیسي مړینه تائید کړه. له دې سره نو ډیرو هیوادونو او ډلو غبرګون ښولی دی. چا څه ویلي دي؟

افغانستان، طالبان

طالبانو د دوشنبې په ورځ وویل چې د ابراهیم رئيسي د مړیني له کبله خواشیني دي. د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخند، په یوې اعلامیه کې ویلي دي: «موږ د ایران له اسلامي جمهوریت او د دې هیواد له خلکو سره په غم کې شریک یو او د قربانیانو له ټولو کورنیو، د ایران ملت او حکومت سره غم شریکي اظهاروو.»

روسیه، ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې له ایران سره نزدې اړیکې لري، په یوه پیغام کې ویلي دي: «سید ابراهیم رئیسي یو فوق العاده سیاستوال وو چې خپل ټول ژوند یې د خپل هیواد خدمت ته وقف کړی وو.»

پوتین رئیسي د مسکو یو ريښتنې دوست بللی دی او ویلي يې دي: «د روسیې د یوه ریښتیني دوست په توګه هغه زموږ د هیوادونو تر منځ د ښه ګاوڼډیتوب اړیکو په رامنځ ته کولو کې ډیر ارزښتناکه شخصي نقش لاره او بیا یې هغه د ستراتیژیکو همکاریو سطحې ته په رسولو کې هم ډیرې هڅې وکړې.»

ترکیه، ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر هم د رئیسې په مړینې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي: «د یوه همکار په توګه زه شخصا د دې شاهد وم چې هغه [رئیسي] د خپلې واکنۍ په دوره کې د ایران د خلکو او زموږ د سیمې د سولې له پاره څومره هڅې کولې. زه ښاغلی رئیسې په احترام او امتنان یادوم.»

پاکستان، لومړی وزیر شهباز شریف

شهباز شریف چې په نزدې وختونو کې یې له ولسمشر رئیسي سره لیدلي وو، په خپل ایکس پاڼه باندې لیکلي دي. «پاکستان به یوه ورځ ماتم وکړي او بیرغ به هم د ولسمشر رئیسي او مل کسانو په احترام او همداراز له ورور هیواد ایران سره د همبستګي د ښوولو له پاره نیمه ځوړند وي. »

اړوند مطلب: ایران او پاکستان د ګازو پایپ لاين د بشپړولو لارې سنجوي

هند، ولسمشر نریندرا مودي

مودي ویلي دي چې رئیسي د ایران او هند د اړیکو په پیاوړي کولو کې هڅې کړې وي. هغه پر خپله ایکس پاڼه باندې لیکلي دي: «د ایران د اسلامي جمهوري ولسمشر ډاکټر سید ابراهیم رئیسې د تراژیکې مړینې له کبله ډیر خواشینی او په شاک کې یم. د هند او ایران د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړي کولو کې به د هغه هڅې تل په یاد پاتې شي.»

اړوند مطلب: د هند او ایران ترمنځ د چابهار تړون او د امریکا خبرداری

قطر، امیر تمیم بن حمد آل ثاني

د قطر امیر هم د ابراهیمي رئيسي د مړینې له کبله خواشیني څرګنده کړې ده: «د ایران د اسلامي جمهوریت خلکو او دولت ته د زړه له کومي تسلیت وایم.»

مالیزیا، لومړی وزیر انور ابراهیم

لومړي وزیر ابراهیم ویلي دي چې په تیر نومبر میاشت کې یې له ولسمشر ابراهیمي سره د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې لیدلي ول. هغه زیاته کړې ده: «موږ ژمنه وکړه چې د ایران او مالیزیا اړیکې به لا پیاوړې کړو او یوځای به د خپلو خلکو او اسلامي نړۍ د ښې ګیڼې له پاره کار وکړو. زموږ ژمنه به پوره کیږي.»

ایټالیا، لومړۍ وزیره جورجا میلوني

لومړۍ وزیرې جورجا ميلوني ویلي دي چې د پیښې په اړه د G7 له غړو هیوادونو سره په اړیکه کې ده. هغې زیاته کړې ده: «زه د ایران په داخلي جوړښت کې کوم بدلون نه وینم. موږ له خپلو اروپايي او G7 متحدینو سره په دوامداره اړیکه کې یو ځکه موږ د یوې داسې پیښې په اړه خبرې کوو چې د یوه په ځانګړي توګه مغلق سیمه ایز جوړښت برخه ده. زه هیله لرم چې د ایران راتلونکې مشرتابه به د سیمې د ثبات او آرامي له پاره ژمنه وکړي.»

د اروپايي شورا مشر، شارل میشل

دغه اروپايي سیاستوال د رئیسې د مړینې له کبله خواشينې څرګنده کړې ده او ویلي یې دي: «اروپايي ټولنه د څرخي الوتکې په حادثه کې د ولسمشر رئیسي او بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان، د هیئت د غړو او د الوتکې د کارکوونکو د مړینې له کبله د زړه له کومي تسلیت وړاندې کوي. موږ د [وژل شویو کسانو] د کورنیو په فکر کې یوو.»

د عرب لیګ مشر، احمد ابو القبظ

«موږ خدای ته دعا کوو چې د هغه په برخه کې مهرباني او عفه وکړي او د هغه کورنۍ ته حوصله او دلاسا ورکړي.»

پر دې سربیره د یو شمیر نورو هیوادونو مشرانو هم د ولسمشر رئیسي پر مړینې خواشیني ښوولې. خو په عین حال کې بیا د حماس او هوثي یاغیانو، حزب الله ډلو هم د دې پیښې له کبله غبرګون ښوولی او د غم څرګندونه یې کړې ده. ایران له دغو ډلو سره نزدې اړیکړې لري او د هغوی په ملاتړ او په سیمه کې د خپلو ګټو د حفظولو په موخه په استعمال تورن دی.

آیا افغانستان کې داعش د ګاونډیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي؟

رویترز خبري آژانس