1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د الوتکي د رالوېدو په پېښه کې د رئیسي مړینه تائید شوه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د ایران یو شمېر دولتي رسنیو تائید کړې ده چې د څرخي الوتکې د رالویدو په پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي مړ شوی دی. په دغه پېښه کی د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په ګډون د مل پلاوي مړینه تائید شوې ده.

https://p.dw.com/p/4g3pZ
Iran Präsident Raisi tot nach Helikopter-Absturz
ابراهیم رئیسيانځور: Jesus Vargas/dpa/picture alliance

د مهر خبری آژانس لیکلي چې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې له رئیسي سره د مړو شوو کسانو په ډله کې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، په ختیځ آذربایجان کې د علي خامنه ای استازی محمد علی آل هاشم او د دغه ولایت والي ملک رحمتی هم شامل دي.

ځینو رسنیو د چورلکې د نسکوریدو تصویرونه هم خپاره کړي. سپاه پاسداران ته نږدې د «صابرین نیوز» ټیلیګرام چینل کې لیکلي چې مهدي موسوي، د سپاه پاسداران یو قوماندان او د ولسمشر د محافظت د قطعې قوماندان او د انصار المهدي د سپاه پاسداران ځواک چې هویت یې لا نه دی په ډاګه شوی هم په دې چورلکه کې سپاره وه. په دې پېښه کې پیلوټ، همکار پیلوټ او د الوتکې انجینر چې هویت یې څرګند نه دی هم مړه شوي.

تر دې دمه په الوتکه کې د سپرو کسانو کره شمیر نه دی معلوم.

صابرین نیوز د «عاشورا» له قوله لیکلي، چې یو شمېر جسدونه سوځېدلي او د پېژندګلوۍ وړ نه دي.

د ولسمشر اجرائیوي مرستیال محسن منصوري، په ایکس (پخواني ټویټر) کې د یوه پیغام په خپرولو سره د رئیسي مړینه تایید کړې. «ایرنا» خبري اژانس لیکلي چې حکومت به په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړي.