1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيیمن

امریکا: ایران دې حوثي یاغیانو ته د وسلو لیږدول بند کړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۵, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالاتو له ایران څخه وغوښتل چې د یمن حوثي یاغیانو ته دې په «بې ساري ډول» د وسلو انتقالول، کوم چې دوی ته په سره بحیره کې پر نړیوالو تجارتي کښتیو د غیر مسئولانه بریدونو امکانات برابروي، ودروي.

https://p.dw.com/p/4fpIy
USA UN Sanktionen gegen Kongo
د امنیت په شورا کې د امریکا د سفیر مرستیال رابرت وودانځور: Brendan McDermid/REUTERS

د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر مرستیال رابرت ووډ د دوشنبې په ورځ (می میاشتې ۱۳) ټينګار وکړ چې که دغه شورا په یمن کې د کورنۍ جګړې د ختمولو په هڅه وي، نو باید په بشپړ اجماع سره ایران په دې پوه کړي چې نه شي کولی د «حوثیانو تر شا پټ شي» او باید خپل بې ثباته کوونکو فعالیتونو بند کړي.

د ووډ، په خبره داسې ډیر شواهد موجود دي چې ښيې ایران د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو په نقضولو سره په یمن کې حوثي یاغیانو ته د پرمختللو توغندیو، د هغو له ډلې د کروز او بالستیک توغندیو د رسولو په حال کې دی.

نوموړي زیاته کړه: «د وسلو د تحریم دوامداره نقضولو په اړه د اندېښنو په تائید، موږ باید د بندیزونو د عملي کولو د تقویت له پاره لا زیات اقدامات وکړو او د بندیزونو د تر پښو لاندې کوونکو د فعالیتونو مخه ونیسو.»

ایران د حوثي ملیشه و یو له مهمو ملاتړ کوونکو څخه شمیرل کیږي او عربي هیوادونه پر ایران تور لګوي چې پرمختللي وسلې او تجهیزات د دې ډلې په اختیار کې ورکوي. خو ایران بیا دغه تورونه ردوي.

د یمن خلک عاجلو بشری مرستو ته اړتیا لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن مخکې تر دې ویلي وو چې واشنګټن داسې شواهد په لاس کې لري چې ښيې حوثیان په خپلو بریدونو کې له هغو وسلو څخه استفاده کوي چې ایران ورته په اختیار کې ورکړي دي.

د اکتوبر مياشتي پر اوومه د اسرائیل په خاوره کې د حماس له برید او په غزه کې د جګړې له پيلیدو وروسته، حوثي یاغیانو په سره بحیره، د باب المندب په تنګه او عدن خلیج کې پر سوداګریزو بیړیو ډېر بریدونه کړي او په سیمه کې یې د کښتۍ چلونې امنیت مختل کړی دی.

د امریکا سمندري ځواکونو د اپریل مياشتي په پای کې اعلان وکړ چې حوثیانو د ۲۰۲۳م کال له نومبر مياشتي راهیسې په سره بحیره او عدن خلیج کې پر کښتیو تر۵۰ ډیر بریدونه کړي دي، یوه کښتۍ یې درولې او یوه بله یې ډوبه کړې ده.

په امنیت شورا کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا، پر رفح ښار د اسرائیل د برید کولو پریکړه د وضعیت د لا زیات خرابیدو لامل وبلل. هغه زیاته کړه چې مسکو د سوداګریزو کښتيو پر لور د هر ډول توغندیو د توغول کیدو او هر داسې اقدام چې د کښتۍ چلونې بهیر مختل کوي، په عاجل ډول د پای ته رسولو غوښتونکی دی.

په ورته وخت کې واسیلي نبنزیا، په یمن کې «په بشپړ ډول د نه توجه کیدو وړ یرغلیزو بریدونو» له کبله پر امریکا او د دغه هیواد پر لویدیځ متحدینو شدید انتقاد وکړ او دا یې د ملګرو ملتونو سازمان د منشور نقض کول وبلل.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب