1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان د رئیسي تر مړینې وروسته یوه ورځ ماتم اعلان کړی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي تر مړیني وروسته د یوې ورځي ماتم اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4g3uu
Pakistan Wahlen | Shehbaz Sharif
انځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د دوشنبه په ورځ په ایکس پاڼه (پخواني تویتر) کي څرگنده کړه: «پاکستان به د ولسمشررئيسي او د هغه د همکارانو د درناوي او د ورور هيواد ايران سره د پيستون په توګه يوه ورځ ماتم ولري او بیرغ به يې نیمه ځوړند وي.»

Irans Präsident zu Staatsbesuch in Pakistan
شریف، په اسلام آباد کي د ایران د ولسمشر رئیسي هرکلی کړی وو. انځور: Prime Minister Office/AP/picture alliance

شریف د خپل دولت اوپاکستاند ولس په استازيتوب وويل: «موږ د دغي ناوړي پیښې له امله خپله سخته خواشیني او همدردي څرگندوو.» هغه زیاته کړه:«د ایرانستر اولس به په خپل هميشګي شجاعت سره پر دغې تراژيدي بریالی سي.»

شریف، د روان کال په اپریل میاشت کي پلازمېنه اسلام آباد کي د ایران د ولسمشر رئیسي هرکلی کړی وو. دغه لیدنه کتنه د ایران او پاکستان ترمنځ سرحد کي په جنوري میاشت کي د دواړو خواوو له خوا تر متقابله بریدونو وروسته وسوه او د دواړو هیوادوونو ترمنځ د اړیکو له عادي کیدو سره یې باید مرسته کړې وای.

     GP/NZ/AG