1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د هند او ایران ترمنځ د چابهار تړون او د امریکا خبرداری

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۵, سه‌شنبه

هند له ایران سره د چابهار په ساحلي ښار کې د شهید بهشتي بندر د چارو د مدیریت کولو لس کلن تړون لاسلیک کړی دی. خو امریکا په دې برخه کې د خپلو احتمالي بندیزونو له خطر څخه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4fpuI
Iran Chabahar Hafen
د ایران په چابهار ساحلي ښار کې د شهید بهشتي بندرانځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance

د هند او تهران ترمنځ د ایران په چابهار ساحلي ښار کې د «شهید بهشتي بندر» د چارو د مدیریت کولو په هکله د تړون له لاسلیک کیدو څخه لا څو ساعته تیر شوي نه وو چې امریکا پر دې خبرې ټینګار وکړ«هر هغه څوک چې له ایران سره د سوداګریزو اړیکو او معاملاتو په هکله فکر کوي، باید د واشنګټن له لورې د احتمالي بندیزونو له خطر څخه خبر اوسي.»

دغه څرګندونې په داسې یو وخت کې کیږي، چې په دې وروستیو کې پر اسرائیل د ایران له خوا تر برید وروسته امریکا پر تهران نوي بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټیل د هند او ایران ترمنځ د شوي تړون په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ له دغو رپوټونو خبر یو چې ایران او هند د چابهار بندر په هکله یوه تړون لاسلیک کړی دی. زه د هند حکومت ته اجازه ورکوم چې له ایران سره د چابهار بندر ترڅنګ، د خپلو دوه اړخیزو اړیکو په باب د بهرني سیاست پر اهدافو خبرې وکړي.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: «زه یوازې دومره ویل غواړم، دا چې دغه خبره د امریکا پورې اړه لري، پر ایران د امریکا بندیزونه پر خپل ځای پاتې دي او موږ به یې پلې کولو ته دوام ورکړو.»

کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې ایا دا په دې معنا ده چې د هندي کمپنیو پر وړاندې بندیزونه هم په دې کې شاملیږي، نو پټيل وویل: «په عام ډول تاسې اورئ چې موږ څو څو ځله ویلي دي چې هره اداره یا شخص چې له ایران سره د کاروباري مسائلو په اړه فکر کوي، باید له دې احتمالي خطر څخه هم خبر اوسي، چې هغه ځان د احتمالي بندیزونو د خطر پر لور را ټیل وهي.»

پر سپوږمۍ د تجارت له پاره لارې پرانيستي دي

له دې تړون څخه د هند موخه څه ده؟

دغه نوی تړون تیره ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې د ښار جوړونې وزیر مهرداد بازرپاس، او د هند د انتقالاتو وزیر سربندا سونووال، ترمنځ لاسلیک شو.

د ایران وزیر په دغو مراسمو کې وویل چې هند هڅه کوي د چابهار پروژې او د ایران د اورګاډي پټلۍ او سړکونو شبکې له لارې د افغانستان، ترکیې، اذربایجان، ګرجستان او سوریې په شان د منځني آسیا هیوادونو ته لاسرسی پیدا کړي.

په دغو مراسمو کې د ایران وزیر بازرپاش، د هند او ایران ترمنځ د بیړۍ چلونې د یوې ګډې کمپنۍ د رامنځته کولو اعلان هم وکړ.

د هند وزير سونووال، د دې تړون اړوند یو شمیر انځورونه په ټولنیزو شبکو کې هم خپاره کړل او دا یې د دواړو هیوادونو د اړیکو او سیمې له پاره یوه «تاریخي شیبه» وبلله.

د کتونکو په وینا دا چې له کلونو راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې ترېنګلي پاتې شوي دي، نو له دې امله هند د کراچۍ او ګوادر بندرونو په له پامه غورځولو سره، د ایران په سویل ختیځ ساحل کې د چابهار بندر یوه برخه جوړوي.

هند د پاکستان په نه پام کې نیولو سره غواړي خپل تجارتي سامان الات او توکي د چابهار له لارې ایران، د منځني اسیا هیوادونو او افغانستان ته صادر کړي.

اژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب