1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني د کميسيون مشره له مهمو خنډونو سره مخامخ ده

۱۴۰۳ تیر ۲۷, چهارشنبه

اورزولا فون دير لاين د اروپايي ټولني په کمېسيون کي لومړنۍ ښځه ده چي د هغه مشري پنځه کاله نور هم پرغاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/4iOhm
Belgien Brüssel | Präsidentin der Europäischen Kommission | Ursula von der Leyen
انځور: Dursun Aydemir/Anadolu/picture alliance

د آلمان د مسيحي ديموکرات اتحاد ګوند دغه ۶۵کلنه غړې به د پنجشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴ کال د جولاي ۱۸) په ستراسبورگ کي د اروپا پارلمان ته هغه ته د کمېسيون د مشرتوب په موخه رايي ورکولو ته راوړاندي سي. د پارلمان استازي د دغي ښځينه سياستوالي پر وړاندي له «سترې آزموينې» څخه خبره کوي. د اروپايي ټولني د غړيو هیوادونو حکومتي او دولتي مشرانو، هغه [اورزولا فون ديرلاين] د جون مياشتي په پای کي د دوهمې دورې له پاره ونوموله. 

د فون دير لاين له پاره ښايي د اروپايي ټولني په پارلمان  کي شرايط سخت سي: که څه هم د هغې اروپايي اولسي گوند (EVP) له سوسيال ديموکرات او ليبرالانو سره په گډه له ۷۲۰ چوکيو څخه پوره ۴۰۰ لري چي په اصل کي  د ۳۶۱ رايو په لرلو سره د يوه لازم اکثريت له پاره کافي دي، خو گوندي فشار نسته او عنعنوي مخالفان ډير دي. له همدې کبله نوموړې پخوانۍ وزيره په زرغون گوند پوري تړلې ده کوم چي د اروپا په ټاکنو کي يې ماته خوړلې ده.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د خپل سوسيال ديموکرات ګوند ملاتړ له هغې سره په دې شرط پوري تړلي وو چي له پياوړي ښي اړخه جناح سره تړون و نه کړي. هغې د اروپا په انتخاباتي مبارزه کي د محافظه کاري نوماندي په توگه ډير انتقادونه ځان ته متوجه کړل، دا ځکه چي هغې نه غوښتل د مسيحي ديموکرات اتحاد د ښي اړخو ګوندونو سره خپل اتحاد رد کړي.

د فون دير لاين د غوښتنو ليست اوږد دی: د هغې د EVP غړي د مهاجرت  په پاليسۍ کې د يوې سختې تگلاري له پاره فشار راوړي او غواړي د اقليم په هکله د Green Deal مهمې پروژې پلي کړي.

فون دير لاين د خپلي دندې په لومړۍ دوره کي د کړکيچنو مديريت وکړ: لومړي د کرونا وبا، وروسته د اوکراين په وړاندي د روسيې د يرغليزي جگړې پر وخت. هغه د اوکراين د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د بې قيدو شرطه ملاتړ له لاري د «جيوپوليتيک کميسيون» له پاره خپلي نظريې ته نيژدې سوه.

په نوي ماموريت کي به تر ټولو ستره ننگونه د امريکا له متحده ايالاتو سره گډ کار وي. که جمهوري غوښتونکی دونالد ترمپ په نوومبر مياشت کي يوځل بيا وټاکل سي، اروپايي ټولنه بايد يو وار بيا په اصطلاح د متقابلو سختو بادونو پر وړاندي آمادگي ولري.

په هرحال، فون دير لاين،  ترمپ د هغه د ولسمشرۍ له لومړۍ دورې څخه پيژني او پر ټولو تضادونو سربيره، داسي ښکاري چي دغه ۷۸ کلن به د هغې هرکلي وکړي. په ۲۰۲۰ م کال کي د داووس په اقتصادي  سرمشريزه کې ترمپ  د يوې «ډير درنې او سختي مذاکره کوونکې» په توگه هغه وستايله.

فون ديرلاين د اوو اولادونو د مور په توگه خپله سياسي دنده تل په کلک هوډ سره مخ ته بيولې ده. هغه په ۲۰۰۳م کال کي د آلمان  په نيدرزاکسن ايالت کې د کورنۍ او روغتيايي چارو وزيره سوه. له ۲۰۰۵م کاله د کورنۍ او کار د وزيرې په توگه کار کړی دی او له ۲۰۱۳ کال وروسته يې د دغه هيواد د دفاع وزيري په توگه خپله دنده پرمخ بيولې وه.

GP/NZ/AG