1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فون دیرلاین: په سولر صنایع کي کارځایونه دوه چنده کیږی

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

د اروپايي اتحادیې لوی کمیساري اورزولا فون دیرلاین په نظر باید تر ۲۰۳۰م کاله پوري په سولر صنایع کي دوه چنده کارځایونه ایجاد سي.

https://p.dw.com/p/4MMYU
Solaranlage I Photoltaik in Bayern
انځور: R. Linke/blickwinkel/picture alliance

دغي عالي رتبه آلمانۍ سیاستمداري نن چهارشنبه په ستراسبورګ کي د اروپا پارلمان په مخکي وویل، چي ترهغه وخته پوري به یو ميلیون انسانان په دغه څانګه کي په کار مشغوله سي. دا «یو لوی چلنج» او په عین حال کي یوه ښه موقع هم ده چي د اینده کارځایونه رامنځته سي.

د اروپا سولر پَوور اتحادیې د معلوماتو پر اساس د اروپا اتحادیې په سولر صنایعو کي په اوس وخت کي ۴۶۶۰۰۰ کسان مصروفه دي چي دا تر یو کال دمخه ۱۰۸۰۰۰ اضافه دي.