1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

اولاف شولڅ افغانستان ته د مجرمو مهاجرو د اخراج ملاتړ وکړ

۱۴۰۳ خرداد ۱۷, پنجشنبه

د آلمان صدراعظم د دغه هېواد په منهایم ښار کې د یو افغان له خوا په چړې سره د يوه پولیسو وژنې ته په اشارې سره وويل چې افغانستان ته د مجرم او خطر جوړونکو مهاجرو د اخراج ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/4gjLq
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د پنجشنبې په ورځ (د جون ۶مه) په بوندېستاګ یا د آلمان په مرکزي پارلمان کې د خپلې وینا پر مهال
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د پنجشنبې په ورځ (د جون ۶مه) په بوندېستاګ یا د آلمان په مرکزي پارلمان کې د خپلې وینا پر مهالانځور: Sean Gallup/Getty Images

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د پنجشنبې په ورځ (د جون ۶مه) په بوندېستاګ یا د آلمان په مرکزي پارلمان کې د خپلې وینا پر مهال، د افراطی اسلامپالو پر وړاندې د شدید چلند کولو یادونه وکړه او افغانستان ته يې د مجرمو او خطر جوړونکو مهاجرو د اخراج ملاتړ وکړ.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د آلمان د اکثرو ګوندونو استازو د منهایم تر پېښې وروسته، افغانستان ته د مجرمو او خطرجوړونکو مهاجرو د اخراجولو لړۍ د بېرته پیلېدو غوښتونکي شول.

د منهایم د تېرې اوونۍ د جمعې ورځې په پېښه کې یو افغان د اسلام منتقد «پکس اروپا» پر یوه غونډه د چړې حمله وکړه چې د یو پولیس په ګډون ېې څو تنه ټپیان کړل. ټپي شوي پولیس وروسته په روغتون کې ساه ورکړه چې نفرت او غوسې ېې راپارولې.

د آلمان صدراعظم د دغې پېښې په تړاو وويل: «څوک چې پولیس وژني، باید تر ټولو سخته سزا وويني.»

شولڅ زیاته کړه چې دغه پېښه یوازې د «ترور» په کليمې سره کولی شي توصیف کړي. هغه ټينګار وکړ چې د قانون د حاکميت له ټولو ابزارو سره، د اسلامپاله افراطیانو د «ترور» پر ضد مبارزه کوي.

د آلمان صدراعظم په بوندیستاګ کې د منهایم پېښې ته په اشارې ووېل «څوک چې پولیس وژني، باید تر ټولو سخته سزا وويني»
د آلمان صدراعظم په بوندیستاګ کې د منهایم پېښې ته په اشارې ووېل «څوک چې پولیس وژني، باید تر ټولو سخته سزا وويني»انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

شولڅ وويل: «پرېږدې چې واضح ېې ووایم: دا ما په غوسه کوي، چا چې زموږ په هېواد کې پناه اخيستې د تر ټولو شدید جرم مرتکب ګرځي.»

د آلمان صدراعظم زیاته کړه: «کوم افراد چې د دا ډول جرمونو مرتکب ګرځي، باید اخراج شي، حتی کې د افغانستان او سوريې ته هم وي.»

اولاف شولڅ ټينګار وکړ چې د درنو جرمونو مرتکبان او خطرجوړونکي تروریستي افراد په آلمان کې ځای نه لري.

دا چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نړېواله سطحه په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د آلمان حکومت له دغې ډلې سره ديپلوماتيک تعامل نه لري، دغه هېواد ته د جرم مرتکب او خطر جوړونکو مهاجرو اخراج ډېر خنډونو په مخ کې لري.

شولڅ په دې هکله وويل چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت «د پياوړو عملي او حقوقي» لارو چارو د موندلو په لټه کې دی، تر څو افغانستان ته د مجرمو او خطر جوړونکو مهاجرو اخراج ممکن وګرځي او دغه وزارت د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره هم په خبرو کې دی.

د می په ۳۱مه یو افغان په منهایم کې د اسلام منتقد «پکس اروپا» پر یوه غونډه د چړې حمله وکړه چې د یو پولیس په ګډون ېې څو تنه ټپیان کړل، پولیس وروسته روغتون کې ساه ورکړه
د می په ۳۱مه یو افغان په منهایم کې د اسلام منتقد «پکس اروپا» پر یوه غونډه د چړې حمله وکړه چې د یو پولیس په ګډون ېې څو تنه ټپیان کړل، پولیس وروسته روغتون کې ساه ورکړهانځور: Rene Priebe/dpa/picture alliance

د آلمان صدراعظم همدارنګه وويل چې د تروریستي جرايمو هرکلی او لمانځل «زموږ له ټولو ارزښتونو سره په ضدیت کې قرار لري» چې نور نه زغمل کيږي او د دا ډول کړنې به په راتلونکې کې په اخراج سره مجازات کیږي.

هغه وويل، هغه خلک چې غواړې په آلمان کې آزاد او سوله ايز ژوند وکړي، نه باید وډار شي، بلکې هغه کسان بايد وډار شي چې پر آزادي حمله کوي او سوله اخلالوي.

شولڅ دا هم وويل چې په آلمان کې تر ۲۰ ميليونو ډېر د مهاجرت مخينه لرونکي خلک ژوند کوي چې هغوی هم پر دغې خونړۍ پېښې شوکه او سخت خپه شوي دي.

د آلمان صدراعظم خبرداری ورکړ چې د منهایم پېښه نه باید د دې سبب شي چې د آلمان د نفوس پر دغه برخه عمومي اغيز ولري: «هغوی زموږ د ټولنې يوه برخه ده او موږ اجازه نه ورکوو چې څوک مو سره جلا کړي.»

له آرشیف څخه (13.12.2020):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل