1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امريکا فدرالي پوليس پر ترمپ د بريد د انګیزې په لټه کې دي

۱۴۰۳ تیر ۲۵, دوشنبه

د امريکا فدرالي پوليسو ويلي دي چې د ترمپ، پر غونډه بريد کوونکی د يوه داسې کس په توګه چې په اړه یې اندېښنه موجوده وي، د دوی تر نظارت لاندې نه وو. زياته شوې چې څېړنې د يوه «بالقوه» کورني ترهګریز عمل په تړاو ترسره کيږي.

https://p.dw.com/p/4iIOt
دونالد ترمپ تر بريد وروسته په ټپي حال کې د ساتونکو له خوا بدرګه کيږي
اف بي آی ويلي دي پر ترمپ باندې بريد په ترڅ کې څېړنې د يوه «بالقوه» کورني ترهګریز عمل په تړاو ترسره کيږي. انځور: REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو د تحقيقاتو فدرالي ادارې يا فدرالي پولیسو (اف بي آی) ويلي دي چې په پنسلوانيا ایالت کې پر پخواني ولسمشر دونالد ترمپ باندي بريد د نوموړي د وژنې هڅه وه او يو بالقوه کورنی ترهګریز عمل دی.

پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ، چې د نوامبر میاشتې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره یې کمپاين کاوه، د شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جولای ۱۳) په پنسلوانيا ايالت کې د غونډې په ترڅ کې پرې فايرونه وشول او پر غوږ ټپی شو.

په دې ترڅ کې يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي. هغه کس چې له يوه ليري بام څخه يې پر ترمپ ډزي کړي د «Secret Service» يا پټو خدماتو د کارکوونکو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

اف بي آی ويلي دي چې يو «شکمن ابزار» یې هم لاس ته ورغلی دی چې د وسله وال تن په موټر کې تر موندل کیدو وروسته د بم حنثی کوونکې ډلې له خوا ارزول شوی دی. 

د اف بي آی يوه کارکوونکي کېون روجک، خبريالانو ته وويل چې په بريد کې کاريدلې وسله يو ای – آر ډوله نیمه اتوماتيک توپک وو چې په قانوني توګه پلورل کيږي. څېړونکي په دې آند دي چې دا وسله د بريد ګر د پلار وه.

د بريد په انګیزې پسې لټه

د امريکا فدرالي پوليسو ويلي دي چې بريد کوونکی ۲۰ کلن توماس ماتيو سي دی. ويل شوي دي چې هغه د پنسلوانيا ایالت په شمال ختيځ کې د پراته ښارګوټي بېتل پارک سره تړاو درلود.

د نوموړي يوه پخواني ټولګيوال د ان بي سي خبري شبکې ته ویلي دي چې «هغه [توماس ماتيو سي.] به ښوونځي کې تل ډېر ځورول کېدی.»

دغه ټولګيوال یې وويل چې شکمن بريدګر ځان له نورو خلکو منزوي کړی وو او دا چې دی نه شي ويلی چې څه شي د ترمپ پر غونډه بريد ته هڅولی دی.

د اف بي آی، په حواله پلټونکو ویلي دي چې د توماس د رواني ناروغۍ هیڅ درک نشته او کورنۍ یې له څېړونکو سره همکاري کوي.

د پنسلوانيا ايالت د رایه ورکوونکو د سوابقو له مخې دا شل کلن د جمهوري غوښتونکي ګوند د غړي په توګه ثبت وو. نوموړي په ۱۷ کلنۍ کې يو ځل د ديموکراتانو سياسي کاري کمېټې ته هم بسنه ورکړې وه. هغه د زړو کسانو په يوه پالنځای کې کار کاوه.

اف بي آی، ويلي دي چې تر اوسه د بريد ګر انګیزه نه ده مشخصه شوې خو داسې انګیرل کیږي چې بريد يې په يوازې سر پلان کړی وو.

د نوموړي د ټولنیزو رسنيو حسابونه ارزول کيږي او تر اوسه د ګواښنې هیڅ ډول پوستونه نه دي موندل شوي.

بایدن په هېواد کې د سياسي فضا سړولو غږ کړی

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د يکشنبې په ماښام له خپل دفتر څخه د وينا پر مهال د آرام پاتېدو غږ کړی دی او دا خبره یې يو ځل بيا تکرار کړې ده چې په امريکا کې سياسي تاوتريخوالی «هیڅ ځای» نه لري.

نوموړي په تکراري ډول د یوه لږ ګرم کمپاين او سړې سياسي فضا غږ کړی دی او ویې ویل چې دا بريد «د هغه هرڅه برخلاف وو چې موږ ترې د يوه ملت په توګه دفاع کوو.»

بايدن، پر خلکو غږ وکړ چې «خپل اختلافات د رایې اچونې د صندوق» له لارې حل کړي او خبرداری یې ورکړ چې «سياسي لهجه ډېره ګرمه شوې ده.»

جو بایدن، په خپلو خبرو کې وويل چې دی به په دې تړاو د خپلواکو څېړنو امر هم ورکړي چې څرنګه داسې يو بريد رامنځته کيدلای شي.

په ۲۰۲۱م کال کې له ولسمشر کیدو راهېسې دا دريم ځل وو چې نوموړي له « Oval Office» يا د امريکا د ولسمشر د رسمي کاري دفتر څخه ملت ته تلویزيوني وینا وکړه.

بايدن تېر کال پر اسرائيل باندې د حماس ترهګرې ډلې د اکتوبر د ۷ نيټې تر بريد وروسته او د ۲۰۲۳م کال په جون مياشت کې په کانګرس کې د بودجې په تړاو بنبست ماتېدو په اړه هم له دې ځایه وینا کړې وه.

زموږ له آرشيف څخه: